د عراقي پوځیانو یوه قوماندان جنرال سمیعالريدي اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي پوځیان یو ځل بیا پر اسلامي دولت ډلې یا داعش جنګیالیو د حملې تابیا نیسي او همداراز یې کور په کور د تلاشۍ عملیات پيل کړي دي.
عراقي پوځ نیول شویو سیمو کې کور په کور تلاشي پيل کړې ده.
د الریدي په خبره د تلاشۍ په دې عملیاتو کې د موټر بمونو لټول یوه مهمه برخه ده چې دوشنبې له سهاره تر اوسه د دوو موټر بم حملو مخه نیول شوې ده.
په یوه موټر کې چې له چاودېدونکو توکو ډک و عراقي پوځیانو له یوه ټانکه
ډزې کړي او په چاودنه کې یې یوازې یوه ښځه ټپي شوې ده.
اسوشیټېډ پرېس وايي، په اسلامي دولت ډلې باندې د یو ځل بیا حملو د تابیا نیولو په نیت په جګړه کې مؤقتي ځنډ او د داعش جنګیالیو له لوري د راکټونو اورول او د نښه ویشتونکو حملې عملیات ستونزمن کړي دي.
عراقي پوځیانو د اکټوبر له اولسمې په موصل کې د اسلامي دولت ډلې پر ضد عملیات پيل کړي او ډېرې سیمې یې د هغو ځانګړو ځواکونو په مټ بېرته نیولي چې اوس وخت د دجلې سیند په ختیځه غاړه له داعش سره جنګېږي.
عراقي پوځ څه موده وړاندې د موصل ښار د نیولو عملیات پيل کړل.
نور پوځیان هم د موصل په لور له بېلابېلو خواوو د پرمختګ په حال کې دي او د امریکايي پوځیانو په ملاتړ د ائتلاف له هوايي ملاتړه برخمن دي.
عراقي پوځیانو په موصل کې د څه باندې یو میلیون عامو کسانو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړی او همدې کار د دوی د پوځي عملیاتو په لومړي سر کې چټک بهیر اوس ورو کړی دی.
اخوا ناټو سازمان وايي، له اسلامي دولت ډلې یا داعش سره د جګړې په خاطر یې سلګونه عراقي پوځیان روزلي او د روزنې او ظرفیت لوړونې دا مأموریتیې لا پسې غځولی دی.
د دغه سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ د دوشنبې په ورځ په استانبول کې د ناټو د پارلماني اسامبلې عمومي غونډې ته وویل چې د داعش پر ضد په مبارزه کې دا روزنه ډېره اغېزناکه تمامېږي.
سټولټېنبرګ: د سیمهییزو ځواکونو روزنه د ترورېزم پر ضد د مبارزې لپاره یوه مهمه وسیله ده.
نوموړي زیاته کړه:
"د سیمهییزو ځواکونو روزنه د ترورېزم پر ضد د مبارزې لپاره یوه مهمه وسیله ده، سږ کال موږ سلګونه عراقي پوځیان په اردن کې وروزل او په دې وروستیو کې مو د روزنې او ظرفیت جوړونې دا مأموریت لا پسې تمدید کړ، د راروان کال په لومړيو کې به دا مأموریت له سره پیل شي، دا روزنه د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر ضد د مبارزې لپاره یو مهم رول لوبوي."
ښاغلي سټولټنبرګ همداراز وویل ناټو چې هرڅه کوي د دفاع لپارهیې کوي او هدفیې د لانجې مخنیوی دی او دا کار له نړیوالو ژمنو سره سم کوي.
ناټو په داسې حال کې د اسلامي دولت ډلې پر ضد د عراقي پوځیانو د روزنې ژمنه تازه کړه چې عراقي پوځیان له څه باندې یوې میاشتې راهیسې له اسلامي دولت ډلې سره جنګېږي او لا هم د موصل ښار له مرکزه لس کېلو متره لیرې دي.
عراقي چارواکو شاوخوا یوه میاشت مخکې ژمنه وکړه چې د موصل د تصفیې لپاره چې د ۲۰۱۴ کال له دوبي د اسلامي دولت په لاس کې دی خپل ټول توان کاروي.
که څه هم عراقي پوځیانو د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې له هغې ډلې انبار او د بغداد لوېدیځ، شمال او ختیځ ځینې سیمې په لومړیو وختونو کې له داعش جنګیالیو تصفیه کړې خو لا هم نهدي بریالي شوي چې موصل له دغو جنګیالیو پاک کړي.
راپور: صفيالله ستانکزی