د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړې نسیمه پانېزۍ پر مېرمنو تشدد غندلی او هوډ یې څرګند کړی دی چې د سوځول شوې او وژل شوې مېرمنې نیلم پري د پېښې په اړه به ږع پورته کوي.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني په اسلام آباد کې د خپلو وروستیو خبرو د نتایجو په هکله د جمعې په ورځ پد سولې د عالې شورا غړي حبیب الله فوزي مشال راډیو ته وویل چې ولسمشر اشرف غني له پاکستاني چارواکو سره د سولې د خبرو په هکله جدي خبرې کړې دي.ه کابل کې خبریالانو ته وویل چې د آسیا زړه د کنفرانس ګډونوالو په افغانستان کې د یوې دایمي سولې د راوستولو لپاره د همکاري ژمنه کړې.
اسلام اباد: پاکستان وايي ، په افغانستان کې د روغې جوړې لپاره د امن پروسې هڅو څارلو لپاره یو داسې جرګګۍ جوړېږي چې پاکستان ، افغانستان ، چین او د امریکا استازي به پکې شامل وي. دا خبره په امنیتي او بهرنیو چارو کې د پاکستاني وزیراعظم سلاکار سرتاج عزیز د جمعې په ورځ ناوخته د پاکستان قومي
سرتاج عزیز ویلي چې پاکستان ، افغانستان ، چین او امریکا پر دې سلا شوي دي چې په افغانستان کې به له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو بهیر بیا پیلولو لپاره د لارو چارو سنجولو ته لومړیتوب ورکوي.
اسلام اباد: د پاکستان وزيراعظم نواز شریف وايي ، د دوي د حکومت لومړی پاملرنه امن او کراري ده او تر هغه وخته په کور دننه امن نشي راتلای تر څو چې په ګاوند کې امن نه وي. پاکستان وزیراعظم دا څرګندونې د شنبې په ورځ د ترکمنستان په پلازمېنه اشک اباد کې يو نړيوال کانفرنس ته په وینا کې کړې دي.
د پاکستان او افغانستان چارواکي ۱۸۰۰ کيلومټره اوږده دغه ګيس پايپ لاين د انرژۍ د ضرورتونو د پوره کولو لپاره ډير مهم بولي.
؛پخوانی ولسمشر حامد کرزی ډیورنډ کرښه د برتانوي سلطنت یو تپل شوی ګام بولي، او ځکه افغانانو هم کله نه ده منلې.؛
ډاکټر وقار علي شاه صیب د کدوانو پاڼې نه دي ویلي بلکې د اکسفورډ غوندې پوهنتون نه يې د ډاکټرۍ سند ترلاسه کړی دی.
"ډاکټر مالک بلوڅ به زیاتره ورځ په دفتر کې تېروله، د خلکو ستونزې یې اورېدلې او تر خپله وسه یې د هغوی د هوارولو هڅې هم کولې".
ښوونکی او لیکوال محمود مرهون وايي، ماشوم ته بايد وښودل شي چې رنګينه نړۍ د کاغذ پرمخ هم شته.
د کابل پوهنتون ادبياتو پوهنځي ځوان ښوونکي محمود مرهون د ماشومانو لپاره ۴۵ کتابونه ليکلي او ژباړلي دي. نوموړی وايي، د هر کتاب هره پاڼه يې د متن تر څنګ په ښکلو انځورونو پسوللې چې ماشومان په اسانه زدکړه ورڅخه وکړي او په کيسه ځان پوه کړي. د ده په خبره، ((ماشوم ته بايد وښودل شي چې رنګينه نړۍ د کاغذ پرمخ هم شته)). نوموړی زياتوي، پلان لري، په نږدو وختونو کې د ماشومانو لپاره شپږ جلده دايرت المعارف هم وليکي. له محمود مرهون سره احمد شاه اعظمي مرکه کړې او په لومړي سر کې يې ورڅخه پوښتلي چې د ماشومانو لپاره يې د کتابونو ليکلو او ژباړلو ته څنګه پام ور واوښتی؟ نوموړی په ځواب کې وايي..... له محمود مرهون سره د احمد شاه اعظمي مرکه
د اسلام اباد په قاید اعظم پوهنتون کې د تاریخ څانګې مشر ډاکتر وقار علي شاه د تاریخ او کلتور د څېړنیز مرکز مشرۍ له دندې ګوښه کړل شوی دی. پوهنتون د دې اقدام وجوهات نه دي ښودلي خو وايي، نوموړي د سیند په یوه پوهنتون کې د خپلې وینا پر وخت ځېنې لانجمنې خبرې کړې دي. د مشال راډيو خبریال منور شاه له ډاکتر وقار علي شاه سره خبرې کړې دي او له ده یې پوښتلي چې په هغه وینا کې یې څه ویلي ول، چې له څیړنیز مرکزه یې لیرې کړی دی؟
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته