د انتخاباتو کمېشن د بلوچستان مشر فیاض حسېن مراد وايي چې په بلوچستان کې به بلدیاتي انتخابات په دوو پړاونو کې ترسره کېږي.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې په عملیاتو کې د درې مشکوکه وسله والو د وژنې دعوه کړې ده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ ارمان لوڼی د ۲۰۱۹ز کال د فبرورۍ پر دویمه په بوري (لورالایي) کې تر يوې مظاهرې لږ ساعت وروسته په مبينه ډول د پوليسو په تشدد کې وژل شوی وو.
په بلوچستان کې د څښلو د پاکو اوبو ستونځه اوس یوازی د کلیوالو سیمو پوری تړلې نه ده ، بلکه ددغه ستونزو سره ښاریان هم مخ شوي دي
د اسلامي دولت يا داعش وسله والې ډلې خراسان څانګې د حملې ذمه واري منلې ده. په بلوچستان کې په وروستيو کې پر امنيتي ځواکونو بريدونه زيات شوي.
تر پېښې وروسته د کوټې د پولیسو یوه مشر سید فدا حسن شاه خبریالانو ته وویل چې چاودنه د مارچ پر درېيمه ماښام اوه بجې له کندهاري بازار سره نېږدې پر فاطمه جناح سړک د زیاتې ګڼې ګوڼې پر مهال شوې ده.
اوس د پاکستان او افغانستان ترمینځ پر پوله نه یوازې تجارت بیا ه پیل شوې دي بلکې د اتوار له ورځې څخه عام ولس ته هم د تګ راتګ اجازه ورکول شوې ده.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته