د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان ځوانو ډاکترانو اتحادیې په سرکاري روغتونونو کې بېړني خدمات هم ودرول


د فرورۍ په مياشت کې د بلوچستان د ځوانو ډاکټرانو او روغتیاپالانو احتجاج
د فرورۍ په مياشت کې د بلوچستان د ځوانو ډاکټرانو او روغتیاپالانو احتجاج

په بلوچستان کې ځوانو ډاکټرانو او روغتیا پالانو د خپل احتجاج په پراخولو سره د مارچ له ۲۶مې څخه د ټولو سرکاري روغتونونو بېړنۍ څانګې (ایمرجنسي) تړلې دي.

د دې ډاکټرانو د اتحادیې وياند، ډاکټر کليم الله کاکړ د مارچ په ۲۷مه مشال راډيو ته وويل چې تر اوسه پورې یې حکومت غوښتنې نه دې منلې. هغه زیاته کړه چې حکومت د دې پر ځای چې خپلې کړې وعدې پوره کړي، د مارچ په ۲۴مه یې د دوی ګڼ ملګري ونيول او پولیسو د ځان سره ويوړل.

د مارچ په ۱۶مه د بلوچستان د ځوان ډاکټرانو اتحاديې صوبايي حکومت ته خبرداری ورکړی وو چې که د دوی منل شویو غوښتنو په اړه يې نوټيفيکېشن جاري نه کړ نو خپل کاربندیز به لا پسې پراخه کړي. خو د دې ډاکټرانو په وينا دا نوټيفيکېشن جاري نه شو.

د بلوچستان ځوانو ډاکټرانو سازمان د ۲۰۲۲ کال په فرورۍ کې هم کاربندیز کړی وو چې بيا یې د حکومت سره تر مذاکراتو وروسته ختم کړ.

هغه وخت د دغو خبرو تر بریالیتوب وروسته، ګډې خبرې غونډې ته د وينا پر مهال د روغتيا وزير سيد احسان شاه ويلي وو چې د ډاکټرانو زیاتره غوښتنې يې منلې دي. هغه زیاته کړه چې د کوټې پینځو هسپتالونو ته به طبي سامانونه ورکوي. په دې کې د میګنیټېک رېزننس اېمېجېنګ (اېم ار ای)، انجيو ګرافي او کمپیوټل ایکسيېل ټوموګرافي (سي ټي) سکېن مشينونه هم شامل دي.

سید احسان شاه زیاته کړې وه چې په صوبه کې به ۱۴۵۰ نوي ډاکټران برتي کوي او د دې ترڅنګ به د راتلونکي کال په پرمختيايي پروژو کې د بولان ميډيکل کالج او سیول هسپتال ډاکټرانو لپاره د استوګنځايونو جوړولو منصوبه هم شاملوي. "د کلاس فور ملازمينو په تنخاګانو کې به ۱۰۰ فيصده زیاتوالی کېږي او دا به الاونس کمېټۍ ته لېږدوو چې له حکومتي طریقه کار سره سم يې پر مخ یوسي."

د بلوچستان حکومت د مارچ په ۲۶مه د دې ډاکټرانو د غوښتنو په اړه يوه بېړنۍ غونډه کړې او رسنيو ته په لېږلي بيان کې یې ويلي چې کوښښ‌کوي ټولې مسلې زر حل شي.

XS
SM
MD
LG