د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې په دوو پېښو کې ۱ هلک او ۳ مشکوک وسله وال وژل شوي


پولیس وايي، په بارکان کې د ځمکلاندې بم چاودنه شوې او د وسله والو ضد عملیات په کوټه کې شوي.
پولیس وايي، په بارکان کې د ځمکلاندې بم چاودنه شوې او د وسله والو ضد عملیات په کوټه کې شوي.

د بلوچستان په بارکان سیمه کې د ځمکلاندې بم په چاودنه کې یو هلک وژل شوی دی. بل خوا په کوټه کې پولیسو د عملیاتو پرمهال د درې مشکوکه وسله والو د وژنې دعوه کړې ده.

د بارکان پولیسو د جمعې پر ورځ په بیان کې وویل، هغه هلک د اپرېل پر لومړۍ نېټه له خپلو څارویو سره له خپل کوره د ګنج پر لوري روان وو چې د ماین ښکار شو.

د وژلي ماشوم خپلوانو تور پورې کړی چې هغه په چاودنه کې ژوبل شوی وو خو په روغتون کې د ډاکترانو نشتوالي له وجې ومړ.

تر پېښې وروسته د سیمې یوشمېر خلکو مظاهره وکړه او د روغتون دننه یې کټونو او څوکیو ته اورواچاوه.

د بارکان د پولیسو مشر محمد یوسف بنګر رسنیو ته ويلي چې هلته یې وضعیت کنټرول کړی دی.

عملیاتو کې د درې مشکوکه وسله والو وژنه

له یو بل خبر سره سم، د بلوچستان په مرکز کوټه کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې په عملیاتو کې د درې مشکوکه وسله والو د وژنې دعوه کړې ده.

د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) د اپرېل پر لومړۍ نېټه په بیان کې ویلي چې عملیات د مارچ پر ۳۱مه شپې مهال له کوټې ښاره بهر شوي دي. بیان وايي، کله چې پولیسو د مشکوکه وسله والو د استوګنې ځای محاصره کړ نو له کوره ورباندې ډزې وشوې.

د پولیسو په بیان کې راغلي چې سرتېرو په ځوابي ډزو کې درې وسله وال ووژل او له هغه کوره یې درنه وسله او لاسي بمونه ترلاسه کړل.

بیان زیاتوي چې هغو وسله والو پر پولیسو، لېویز ځواک او نورو امنیتي سرتېرو په حملو کې لاس لاره.

پولیسو دا نه ده روښانه کړې چې هغه مشکوک وسله وال د کومې ډلې غړي ول.

په بلوچستان کې له شاوخوا یوې نیمې لسیزې راهیسې د اسلامپاله او د بلوڅ بېلتونپاله ډلو وسله وال فعال دي چې پر حکومتي چارواکو، امنیتي سرتېرو او اهل تشیع هزاره ګانو یې د یوشمېر حملو ذمه وارۍ منلې دې.

دا په داسې حال کې ده چې پولیسو په جنورۍ کې هم د کوټې پر شرقي بایپاس سړک د مشکوکو وسله والو پرضد د عملیاتو خبر ورکړی وو او دعوه یې کړې وه چې هلته یې د اسلامي دولت یا داعش ډلې د یوه قوماندان محمد اصغر په ګډون شپږ وسله وال وژلي ول.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG