د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: د ځوان ډاکټرانو اتحادیې د احتجاج بیا پيلولو ګواښ کړی


د فرورۍ ۹، ۲۰۲۲: د ځوان ډاکټرانو د اتحادیې غړې د احتجاج په مهال
د فرورۍ ۹، ۲۰۲۲: د ځوان ډاکټرانو د اتحادیې غړې د احتجاج په مهال

د بلوچستان د ځوان ډاکټرانو اتحاديې صوبايي حکومت ته خبرداری ورکړی چې که د دوی منل شویو غوښتنو په اړه يې نوټيفيکېشن جاري نه کړو نو د مارچ له ۱۷ نيټې څخه په کوټه کې د اعلاوزير د کور مخې ته پرلت پيل کړي.

د ځوان ډاکترانو د اتحادیې صوبايي مشر ډاکټر حفیظ مندو خیل د مارچ په ۱۶مه مشال راډیو ته وويل چې صوبايي حکومت يې مياشت مخکې غوښتنې منلې وې خو تراوسه يې څه عملي ګامونه پورته نکړل.

هغه زیاته کړه: "حکومت موږ ته ويلي ول چې په دريو ورځو کې به نوټيفيکېشن جاري کوو خو له یوې مياشتې زيات وخت وشو چې جاري يې نکړو. موږ له حکومته غوښتنه کوو چې غوښتنې دې راله ومني. که یې نه مني نو موږ به بيا په احتجاج لاس پورې کړو."

د بلوچستان ځوانو ډاکټرانو سازمان د ۲۰۲۲ کال په فرورۍ کې هم کاربندیز کړی وو چې بيا یې د حکومت سره تر مذاکراتو وروسته ختم کړ. هغه وخت د دغو خبرو تر بریالیتوب وروسته، ګډې خبرې غونډې ته د وينا پر مهالد روغتيا وزير سيد احسان شاه ويلي وو چې د ډاکټرانو زیاتره غوښتنې يې منلې دي. هغه زیاته کړه چې د کوټې پینځو هسپتالونو ته به طبي سامانونه ورکوي. په دې کې د میګنیټېک رېزننس اېمېجېنګ (اېم ار ای)، انجيو ګرافي او کمپیوټل ایکسيېل ټوموګرافي (سي ټي) سکېن مشينونه هم شامل دي.

سید احسان شاه زیاته کړې وه چې په صوبه کې به ۱۴۵۰ نوي ډاکټران برتي کوي او د دې ترڅنګ به د راتلونکي کال په پرمختيايي پروژو کې د بولان ميډيکل کالج او سېول هسپتال ډاکټرانو لپاره د استوګنځايونو جوړولو منصوبه هم شاملوي. "د کلاس فور ملازمينو په تنخاګانو کې به ۱۰۰ فيصده زیاتوالی کېږي او دا به الاونس کمېټۍ ته لېږدوو چې له حکومتي طریقه کار سره سم يې پر مخ یوسي."

د بلوچستان د روغتیا سیکريټري نور الحق بلوچ د مارچ په ۱۶مه مشال راډيو ته ويلي چې د دغو منل شوو غوښتنو په اړه یې حکومتي امر تیار کړی او چې کله د وزیراعلی لخوا تاييد شي نو بيا به پرې عمل کول پيل شي.

XS
SM
MD
LG