د نوشکي او پنجګور ضلعو د حملو مسووليت يې بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي منلی دی. هغې ډلې پر ټولنيزو رسنيو په خپل بيان کې ادعا کړې چې ځانمرګو بريدګرو یې د پوځي مرکزونو په داخلي دروازو کې په وسلو بار ګاډو ته چاودنه ورکړې او هلته يې تر ۵۰ زيات سرتېري ووژل.
دا لا جوته نه ده چې پر قافلې ډزې چا وکړې او پولیسو، امنیتي ځواکونو او صوبايي حکومت هم لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
په بلوچستان کې د جنورۍ له ۲۶مې نه تر ۲۸مې نېټې پورې په درو وسله والو بریدونو کې تر ۱۵ پورې امنیتي اهلکار وژل شوي دي چې ذمه واري یې بیلا بیلو وسله والو ډلو پر غاړه اخیستې.
دا چاودنه د جنورۍ پر ۲۸مه، د کوټې نه ۳۶۰ کلومیټره لرې ختیځ لور ته د بلوچستان په ډیره بګټي سيمه کې شوې ده. په وژل شویو کې دوه لیویز او دوه د امن ځواک غړي شامل دي.
د چمن ضلعې مرستیال کمشنر جمه داد خان دا یو ترهګر بريد بللی او په وینا یې چې په پېښه کې د ککړو وسله والو د نيولو لپاره یې عمليات پیل کړي دي.
د صوبې مواصلاتو او تعميراتو وزير سردار عبدالرحمن کېتراڼ د جنورۍ پر ۲۴مه نېټه مشال رېډيو ته وويل، چې حکومت به تړون عملي کوي خو "په دې کې به وخت لګېږي. تاسو ته معلومه ده چې وړې وړې غلاګانې کېږي. او بیا دا پراخ سمندر دی چې ګوره خدای پاک پکې د چا چا رزق ليکلی دی خو موږ چې له مولانا صیب
په کوټه، زیارت، ژوب، سنځاوۍ، قلعه عبدالله، کاڼ مهترزۍ، مسلم باغ، قلعه سيف الله، خانوزۍ، توبه اڅکزۍ، توبه کاکړي او په بلوڅ مېشتو سيمو کولپور او منګوچر کې بارانونه او واورې شوې او په ځينو سيمو کې لا هم دا لړۍ دوام لري.
پروسږکال په نومبر میاشت کې له بلوچستان پوهنتونه د تری تمو دوه زده کوونکو فصیع بلوڅ او سهېل بلوڅ د زغرده موندنې لپاره د زده کوونکو اتحادیې د جنورۍ پر ۱۹مه نېټه په کوټه ښار کې یو لاریون وکړ او په پای کې د پرېس کلب مخې ته یې مظاهره وکړه. د ایوب ترین راپور
د بلوچستان پخواني اعلا وزیر نواب اسلم ریساني وویل چې یوڅوک مړ شي نو خلک فاتحه ته ورځي خو چې یوڅوک لادرکه شي نو بیا به خلک څه کوي؟
پاکستان انتخاباتو کمېشن د بلوچستان مشر وايي، تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې خو د ده په وینا، داسې امکان شته چې په ټوله صوبه کې پر یوه نېټه بلدیاتي انتخابات وشي.
هلته تللي ډېری سېلانیان د ځايي خلکو له مېلمه پالنې خوشاله دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته