د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان - بلوچستان: امنیتي پېښو کې دوه عسکر او دوه وسله وال وژل شوي


د پاکستان ملېشه ځواکونو عسکر، تصویر له ارشیفه
د پاکستان ملېشه ځواکونو عسکر، تصویر له ارشیفه

د جنوبي وزیرستان د تحصیل سره راغه په وچه خوړه سیمه کې د فرنټیېر کور بم شنډولو عسکرو پر یوه ګاډي د سړکغاړې بمي چاودنې یو عسکر وژلی او دوه نور یې ژوبل کړي دي.

د دې پېښې په اړه د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر خانزیب مومند له مشال رېډيو سره په خبرو کې وویل، چې له پېښې سره مخ شوي عسکر د بم شنډولو په چاره بوخت ول. ناقانونه وسله والې ډلې تجریک طالبان پاکستان د پېښې زمه واري منلې ده.

بلخوا د بلوچستان په سبي کې د جنوري په ۱۸مه نېټه سهار وختي امنیتي ځواکونو د مشکوکو وسله والو کسانو پر یوه کور چاپه وهلې چې پکې د دواړو خوا له ډزو دوه وسله وال کسان او د سرحدي عسکرو یو صوبيدار وژل شوی او دوه نور ژوبل دي.

په پېښه کې له وژل شوي وسله وال سره یوه مېرمن هم په دې عملیاتو کې ژوبله شوې ده.

په کوټه کې د پوځ د ولسي اړیکو ادارې (اې اېس پي ار) د دې پېښې پخلی کړی دی او د دې ادارې یوه لوړپوړي چارواکي مشال رېډيو ته وویل چې تراوسه یې د پېښې په تړاو څو ک نه دی نیولی او نه هم چا د دې پېښې زمه داري پر خپله غاړه اخستې ده.

بل پلو د سبي ښار ته نژدې د اورګاډي (ریلوې) پر پټړۍ هغه وخت بمي چاودنه شوې ده چې کله د جعفر ایکسپرېس په نامه اورګاډی له هغه ځايه سره په تېرېدو وو.

په کوټه کې د ریلوې د ویاند په وینا چې جعفراېکسپرېس نن له کوټې څخه د پينډي پر لور روان وو چې سبي ته څېرمه د اورګاډي پر پټړۍ چاودنه وشوه چې له امله یې څلور بوګۍ چپه شوې دي.

XS
SM
MD
LG