د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټاکنو کمېشن: بلوچستان کې بلدیاتي ټاکنې تر جون میاشتې مخکې کوو


کوټه کې یو ځايي کس د رای ورکولو پر مهال
کوټه کې یو ځايي کس د رای ورکولو پر مهال

د پاکستان انتخاباتو کمېشن د بلوچستان څانګه وايي، هڅه کوي چې د سږکال تر جون میاشتې مخکې په صوبه کې بلدیاتي ټاکنې وکړي.

د یادې ادارې صوبايي مشر فیاض حسین مراد د جنورۍ پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل چې دوی دې هدف ته د رسېدو لپاره چټکه تیاري روانه کړې ده.

''موږ ته چې د کومې قانون سازۍ ضرورت وو، هغه صوبايي حکومت راکړ او د هغه پر بنیاد موږ پر حلقه بندیو کار پیل کړی دی، لومړي لسټونه به یې د جنورۍ تر ۳۱مې د دې لپاره تیار او خپاره شي چې که څوک ورباندې اعتراضونه لري او له هغه وروسته به د مارچ تر نهمې نېټې د حلقه بندیو کار سر ته ورسېږي. او له هغه وروسته چې کوم لسټونه حتمي شي د هغه پر اساس به الیکشن کمېشن د انتخاباتو نېټه اعلان کړي.''

فیاض حسېن مراد وویل، تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې خو د ده په وینا، داسې امکان شته چې په ټوله صوبه کې پر یوه نېټه بلدیاتي انتخابات وشي.

ده وویل، د بلدیاتي انتخاباتو لپاره په ځانګړي صوبايي قانون کې څرګند لیکل شوي چې دا انتخابات به د ګوندونو پر بنیاد ترسره کېږي.

په صوبايي اسمبلۍ کې د حکومت مخالف اتحاد مشر او د جمعیت علما اسلام ف مخکښ اېډوکېټ ملک سکندر خان د جنورۍ پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل، دوی غواړي چې په صوبه کې بلدیاتي انتخابات وشي.

خو د ده په وینا، د بلدیاتي انتخاباتو لپاره په هغه قانون کې ځینې بدلونونه غواړي کوم چې په ۲۰۱۳ز کال کې منظور شوی وو.

ده وویل، "اوس به دوی څه بدلون پکې کوي او د هغه مطابق به معلومېږي چې د دوی څه نیت دی او څه ترتیب یې دی، موږ غواړو چې د میېر او ناظم انتخاب دې نېغه په نېغه وشي. دا په پخواني ایکټ کې نشته او بل دا چې په غرنیو سیمو کې چې فاصلې زیاتې دي هلته به یونین کونسل په څه ترتیب وي او په ښارونو کې دننه به په څه ترتیب وي، پر دې تر اوسه له موږ سره خبره نه ده شوې."

ملک سکندر خان اېډوکېټ وویل، دوی له دې کبله د میېر او ناظم انتخاب نېغ په نېغه د ولس له خوا غواړي چې د درغلیو مخه پکې ونیول شي.

په دې اړه موږ د بلوچستان د بلدیاتو له صوبايي وزیر سردار صالح بوتاني سره د تماس هڅه وکړه خو هغوی له خبرو ډډه وکړه.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیا لانګو مشال راډیو ته وویل چې دوی په صوبه کې بلدیاتي ټاکنو لپاره کار پیل کړی دی او هڅه کوي چې زر تر زره دا انتخابات وشي.

په بلوچستان کې وروستۍ بلدیاتي ټاکنې د ۲۰۱۳ز کال د ډېسمبر پر اوومه تر سره شوې وې او د ۲۰۱۸ز کال په ډېسمبر کې یې موده پای ته رسېدلې وه.

XS
SM
MD
LG