د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: په یوه چاودنه کې څلور کسان وژل شوي


د بلوچستان په ډېره بګټي کې بمي چاودنې لږ تر لږه څلور کسان وژلي او نهه نور یې ټپیان کړي دي.

دا چاودنه د جنورۍ پر ۲۸مه، د کوټې نه ۳۶۰ کلومیټره لرې ختیځ لور ته د بلوچستان په ډیره بګټي سيمه کې شوې ده. په وژل شویو کې دوه لیویز او دوه د امن ځواک غړي شامل دي.

د چارواکو په وینا، د ډیره بګټي په موندراني سیمه کی د امن ځواک د یو ځايي کمانډر نواب الدین پر زرعی ځمکو جوړ سولر سسټم باندې لومړی ډزې وشوې او چې کله هلته لیویز او د امن ځواک غړي ور ورسېدل نو پر هغوی باندې د ماین یوه چاودنه هم وشوه.

چارواکو په ژوبلو کې د درو کسانو حالت د اندېښنې وړ ښودلی دی او هغوی یې د پنجاب شېخ زېد روغتون ته رسولي دي. تر اوسه د دغه پېښې ذمه واري چا نه ده منلې.

د بلوچستان حکومتي چارواکو په ډېره بګټي سیمه کې ترسرې شوې دغه بمي چاودنه سخته غندلې ده. د بلوچستان د لومړي وزیر میر عبدالقدوس بزنجو له دفتره د جنورۍ پر ۲۸مه په خپور شوي یو بیان کې د نوموړي له قوله ویل شوي چې ورانکارو او د امنیت دښمنانو یو وارې بیا په بلوچستان صوبه کې تخریبي فعالیتونه پیل کړي دي چې مقصد یې په خلکو کې د وېرې خپرول دي. په بیان کې دا هم راغلي چې امنیتي ځواکونه به د خلکو د ساتنې لپاره مستحکم ولاړ وي.

د ډیره بګټي چاودنه په داسي وخت کي شوې ده چي د دې نه یوازي دوې ورځې وړاندې د بلوچستان په تربت کي د بلوڅ بېلتونپالو وسله والې ډلې له لوري د امنیتي سرتیرو پر یوه امنيتي پوسته برید شوی وو چې پکې د حکومت په وینا ۱۰ امنیتي سرتیري وژل شوي ول.

په دغه پېښه کي یو وسله وال هم وژل شوی وو او درې نور نیول شوي وو چي ورسته یې ذمه داري بلوچ لبریشن فرنټ منلې وه.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG