پروسږکال په نومبر میاشت کې له بلوچستان پوهنتونه د تری تمو دوه زده کوونکو فصیع بلوڅ او سهېل بلوڅ د زغرده موندنې لپاره د زده کوونکو اتحادیې د جنورۍ پر ۱۹مه نېټه په کوټه ښار کې یو لاریون وکړ او په پای کې د پرېس کلب مخې ته یې مظاهره وکړه. د ایوب ترین راپور
د بلوچستان پخواني اعلا وزیر نواب اسلم ریساني وویل چې یوڅوک مړ شي نو خلک فاتحه ته ورځي خو چې یوڅوک لادرکه شي نو بیا به خلک څه کوي؟
پاکستان انتخاباتو کمېشن د بلوچستان مشر وايي، تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې خو د ده په وینا، داسې امکان شته چې په ټوله صوبه کې پر یوه نېټه بلدیاتي انتخابات وشي.
هلته تللي ډېری سېلانیان د ځايي خلکو له مېلمه پالنې خوشاله دي.
بلخوا د ډاکټرانو اتحادیې پرېکړه کړې چې د جنورۍ له ۱۳مې د صوبې په ټولې سرکاري روغتونونو کې د ایمرجنسي خدمتونه پرانېزي خو (او پي ډي ایز) به لا تړلې وي.
زلزله ځپلی ملک عمل خان وايي، داسې ښکاري چې حکومت له دوی سره د درواغو وعدې کړې وې. د ده په وینا، ځکه چې تر اوسه یې د سرکار هېڅ عملي کار و نه لید.
د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ وويل چې د طالبانو بيا منظمېدل ډېر خطرناک دي.
په بلوچستان کې د رامنځ ته شویو پېښو زیاتره هغه داسې وې چې امنیتي اړخونه یې هم درلودل. د دې پېښو په ترڅ کې داسې احتجاجونه او ولسي غبرګونونه رامنځ ته شو چې لږ تر لږه د صوبې په تاریخ کې یې ساری کم لیدل شوی وو.
د بلوچستان اعلا وزیر میر عبدالقدوس بزنجو په مشرۍ یو پلاوي د ډېسېمبر پر ۱۶مه، په ګوادر کې د حق غوښتونکي تحریک له مشر مولانا هدایت الرحمان سره ولیدل.
لاریون کوونکي د ښار د بېلابېلو څنډو نه په راتېرېدو د ګوادر مرکزي څلور لارې ته ورسېدل او بیا لاریون پر مظاهرې بدل شو. هلته د مظاهرې ځینو مشرانو ویناوې وکړې. هغوی وویل، ترڅو چې یې حقونه منل شوي نه وي، تر هغې به دوی خپلې هلې ځلې روانې ساتي.
ډاکټران وايي چې ترڅو یې حکومت ګرفتار ۱۵ ډاکتران او څلور روغتیايي کارکنان له زندانه ورخوشې نه کړي ترهغو به پراحتجاج وي. ډاکټران د نومبر پر ۲۸مه نېټه نیول شوي ول.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته