د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هرنايي زلزله ځپلي: څلور میاشتې وشوې د بلوچستان حکومت لاهم ژمنې نه دي پوره کړې


هرنايي کې د ۲۰۲۱ز کال پر ۷م اکتوبر راغلې زلزلې له مرګژوبلې سره سره ګڼ کورونه ړنک کړل
هرنايي کې د ۲۰۲۱ز کال پر ۷م اکتوبر راغلې زلزلې له مرګژوبلې سره سره ګڼ کورونه ړنک کړل

د بلوچستان په پښتون ميشته سیمه هرنايي کې د پروسږکال (۲۰۲۱) زلزله ځپلي وايي، حکومت لاهم ورسره کړې ژمنې نه دي پوره کړې. دوی وايي هغه کورنۍ تر ټولو زیات په تکلیف کې دي چې د ژمي دا سخته یخني په خېمو کې تېروي.

رفیع الله خان چې د هرنايي په زلزله کې یې نه یوازې د کورنۍ یوه غړي ژوند له لاسه ورکړی خو کور یې هم دومره کنډکپر شوی چې د ده په وینا نور له اوسېدو وتلی دی.

د جنورۍ پر ۱۲مه نېټه له مشال رېډیو سره په خبرو کې نوموړي وویل، سرکار ژمنه کړې وه چې کورونه درجوړوو یا پیسې درکوو خو تر اوسه یې یوازې خېمې راکړې دي او نور هېڅ هم نشته.

رفیع الله زیاتوي، په زلزله کې د ډېرو کورونه ړنګ شول، هغوی په خېمو کې څنګه ژوند وکړي او بل ماشومان راسره دي، هغوی خو په دې سخته یخني کې په خېمو کې ژوند نشي‌ کولای.

نوموړي وویل، حکومت دې د هرنايي پر ولس پام وکړي‌ او د ژمي په دې سخته یخني کې دې د هغوی غم وخوري.

یوبل زلزله ځپلي عبدالحق میاڼي هم مشال راډیو ته ورته ګیلې وکړې او ویل یې چې د هغه وخت اعلا وزیر جام کمال له نورو وزیرانو سره یوځای هرنايي ته ورغلی وو او د هر نړېدلي کور لپاره یې د درې لکه روپیو اعلان کړی وو خو د ده په وینا هغه وعده لا هم نه ده پوره شوې.

میاڼی زیاتوي چې په دې ساړه ژمي او بارانونو کې زلزله ځپلي څنګه په خېمو کې ژوند تېر کړي او حکومت باید خپلې ژمنې پوره کړي.

یو ځايي قبایلي مشر او زلزله ځپلی ملک عمل خان وايي، داسې ښکاري چې حکومت له دوی سره د درواغو وعدې کړې وې. د ده په وینا، ځکه چې تر اوسه یې د سرکار هېڅ عملي کار و نه لید.

((خلک په خېمو کې پراته دي او یا یې په خپله ځان ته څه کوډلې جوړې کړې دي، سخته یخني ده او ماشومان ناروغه دي، وزیر اعلا د کور لپاره یوازې د درې لکه روپۍ اعلان کړی وو خو هغه یې لا هم نه دي راکړې.))

هرنايي زلزله: یوشمېر کورنۍ له ویرې خونو ته نه ننوځي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:29 0:00

په هرنايي کې د زلزلې تر راتلو وروسته په بلوچستان کې د وزیر اعلا جام کمال په مشرۍ حکومت ړنګ شو او د عبدالقدوس بزنجو په مشرۍ بل حکومت جوړ شو.

د اوسني وزیراعلا سلاکار ضیا الله لانګو د جنورۍ پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل چې دوی د تېرې کابینې له لارې له زلزله ځپلو سره لومړنۍ مرستې کړې وې او د نوور مرستو ژمنه یې ورسره کړې وه.

ده وویل، حکومتي کارونه لږ په ځنډ کېږي خو زیاتوي له دوی سره کړې ژمنې به هرومرو پوره کېږي.

ضیا لانګو زیاته کړه چې زلزله ځپلو په ژمي کې د زیاتو شویو ستونزو په اړه دوی ته حال نه دی ورکړی.

((دوی موږ په لیکلې بڼه یا د پلاوي په شکل کې نه یو خبر کړي، که داسې وي نو دا ډېره د افسوس خبره ده، باید چې د دوی حالت احساس شي ځکه چې یخني ډېره ده، زه یې تپوس کوم او هڅه کوو چې له دوی سره زر تر زره مرسته وشي.))

هرنايي د بلوچستان یو له هغو سیمو ده چې په ژمي کې ورباندې سخته یخني راځي او د خلکو ژوند یې ډېر سخت وي.

د صوبې په دې پښتون مېشته سیمه کې د ۲۰۲۱م کال د اکتوبر پر اوومه نېټه زلزله راغلې وه چې له کبله یې شاوخوا ۲۰ تنه وژل شوي‌ او تر ۳۰۰ زیات ټپي شوي وو.

که څه هم د مالي زیان په اړه کره رسمي معلومات نه دي خپاره شوي خو د ځايي خلکو په وینا، هلته زیاتره کورونه د زلزلې له کبله دومره زیامن شوي چې ژوند پکې له خطره ډک دی.

XS
SM
MD
LG