د بلوچستان امنیتي چارواکي وايي، د چارشنبې پر سهار وختي د مستونګ سره نږدې نامالومو وسله والو پر یو شخصي موټر ډزې کړي چې پکې پنځه کسان و وژل شو.
د بلوچستان وزیراعلی نواب ثناء الله زهري او د بلوچستان په حکومت کې د شریکوګوندونو پارلماني مشرانو ویلي چې دوي د د اپوزېشن او وزیراعظم نوار شریف ترمنځ په روانه مسله کې له وزیراعظم نواز شریف سره ولاړ دي.
دبلوچستان په سرښار کوټه کې وسله والو د پولیسو مرستیال مشر په ګډون څلور پولیس والا وژلي دي. د چارواکو په وينا د قايد اباد پر ایس، ايس، پي مبارک شاه او ورسره پوليسو سرتېرو نن هغه مهال ډزې وشوې چې دوی په دېبه کلي کې په ګزمه وو.
د کوټې يوه ځايی عدالت د قدرت ورځپاڼې خبريال ظفرالله اڅکزی په ضمانت خوشی کړی دی. نوموړی د جون پر ۲۵ نېټه له خپله کوره وړل شوی وو
په کوټه کې د پاکستانیو امنیتي سرتېرو له خوا د انټرنېټي جرم [سایبر کرایم] په تور یو نیول شوی ځايي خبریال ظفر الله خان اڅکزی و فدرالي پلټنې ادارې (اېف ای اې ) ته د شپږ نورو ورځو پلټنو لپاره سپارل شوی دی.
په بلوچستان اسمبلۍ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړی او د پبلک اکاونټ کمیټي چیېرمېن عبدالمجید خان اڅکزی د چارشنبې په ورځ په کوټهکې د ترهګرۍ ضد عدالت ته د پولیسو تر سختې څارنې لاندې وړاندې کړل شو.
د خبريال پلار نعمت الله اڅکزی اداعا کوي چې د جون ۲۵ مه نېټې سهار مهال يې پر کور ملېشه ځواکونو چاپه و وهله او ظفرالله خان يې له ځانه سره يو وړ.
د جون پر ۲۳مه د کويټې په جي پي او څلورلارې کې د بلوچستان د صوبايي اسمبلۍ غړي مجيداڅکزی پر ګاډي د وژل شوي ټرېفکي پوليس افسر عطاالله کورنۍ دعوه کړې چې د روغې جوړې په نوم له دوي سره دوکه شوې ده او دوی کله هم د پېښې ملزمان نه بخښي.
د بلوچستان د پوليو ادارې تخنيکي سلاکار وايي، په دې صوبه کې سږکال په لومړيو شپږو مياشتو کې د پوليو يو ناروغه هم مخې ته نه دی راغلی.د مشال راډیو همکار عبدالحي کاکړ پد بلوچستان د پوليو ادرې تخنيکي سلاکار ډاکټر افتاب کاکړه په سر کې پوښتلي چې په صوبه کې سږکال څومره ماشومان د پوليو وايرس اغېزمن کړي دي.؟
د تېرو کلونو غوندې سږ هم په ټولنيزو رسنيو کې د اختر په را رسېدو سره د پاکستان په پښتني سيمو کې...
په کوټه کې د دوشنبې پر ورځ د کوچني اختر لمونځ وشو او خلکو یو بل ته د اختر مبارکۍ ورکړې. په ښار کې د جمعې ورځې تر برید وروسته، امنیتي اقدامات شوي ول چې د ناوړه پېښو مخنیوی وشي. ویډیو وګورئ.
د بلوچستان د پولیسو د مشر دفتر مخې ته د شوې چاودنې په اړه د پلټنو لپاره یو ځانګړې ډله له لاهور څخه کوټې ته ځي. دا ډله به په دې چاودنه کې د کارول شوي موټر او بارودي موادو جاج اخلي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته