د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواب ثنا زهری: د بلوچستان حکومت د نواز شریف تر شا ولاړ دی


نواب ثنا الله زهری
نواب ثنا الله زهری

د بلوچستان وزیراعلی نواب ثناء الله زهري او د بلوچستان په حکومت کې د شریکوګوندونو پارلماني مشرانو ویلي چې دوي د د اپوزېشن او وزیراعظم نوار شریف ترمنځ په روانه مسله کې له وزیراعظم نواز شریف سره ولاړ دي.

دوي وايي ، د ګډې پلټنیزې ډلې رپوټ د وزیراعظم نواز شریف پرضد یو دوسیه - ډوله ګامبلل او وايي چې داسې هڅې به ناکامې کړي.

وزیراعلی نواب ثناء الله زهري او یادو سیاسي مشرانو دا څرګندونې د دوشنبې په ماښام په کوټه کې د یو خبري غونډې پر مهال کړې دي.

نواب ثناء الله زهري وویل ، د بلوچستان حکومت په هر مشکل وخت کي له مرکزي حکومت سره ولاړ دی او اوسنۍ حکومت به خپله پنځه کلنه آییني موده پوره کوي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند پارلیماني مشر او صوبايي وزیر عبدالرحیم زیارتوال مشال راډیو ته وویل ، په پاکستان کې یو ځل بیا د جمهوري او غیرجمهوري قوتونو ترمنځ کشمکش روان دی.

عبدالرحیم زیارتوالزیاته کړه چې د جمهوریت د دوام او ودې باید هره اداره په خپل چوکاټ کې دننه کار وکړي.

هغه وویل که څوک روښتیا په پاناما اسنادو کې پړ بلل کېږي نو هغه ته به عدالت سزا ټاکي.

وزیراعلی نواب ثناء الله زهري په یاده خبري غونډه کې د ملک د سیاسي حالاتو ترمنځ په بلوچستان کې د امنیت په اړه هم خبرې وکړې.

هغه وویل ، دوي د امنیت لپاره جدي ګامونه پورته کړي دي او هیڅ یوه چا ته به د دې اجازه ورنکړي چې په صوبه کې امنیتي حالت ګډ وډ کړي.

وزیراعلی نواب ثناء الله زهريدا خبره په داسې وخت کې کړې ده چې په هم دې ورځ په چمن کې د سرحدي عسکر پر یو امنیتي پوسته په بمي برید کې یو عسکر وژل شوی دی.

په بلوچستان کې د مسلم لیګ نواز ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او نشنل ګوند ګډ حکومت دی چې لومړی وزیراعلی یې د نشنل ګوند مشر ډاکټر مالک بلوڅ وو او اوس یاده چوکۍ د نواب ثناء الله زهري په لاس کې ده.

نواب ثناء الله زهری د پاکستان مسلم لیګ نواز ډلې صوبايي مشر دی.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG