د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لاهور یو ځانګړې ډله د کوټې د چاودنې پلټنې کوي


به کوټه کې د شوي برید ځای
به کوټه کې د شوي برید ځای

د بلوچستان د پولیسو د مشر دفتر مخې ته د شوې چاودنې په اړه د پلټنو لپاره یو ځانګړې ډله له لاهور څخه کوټې ته ځي. دا ډله به په دې چاودنه کې د کارول شوي موټر او بارودي موادو جاج اخلي.

د کوټې د پولیسو مرستیال مشر عبدالرزاق چیمه بېګا مشال راډیو ته وویل چې د دې تر څنګ د بلوچستان حکومت هم د دې پېښې د پلټنو لپاره یو درې کسیزه ډله جوړه کړې ده.

دا تحقیقاتي ډله به له نن څخه په کار پیل کوي.

چارواکي وايي ، په دې چاودنه کې چې کوم موتر کارول شوی دی هغه د جمیل احمد نومي کس پر نامه ثبت شوی دی.

دوي جمیل احمد د کراچۍ اوسېدونکی دی او له هغه څخه هم په دې اړه پوښتنې ګروېنې پیل شوې دي.

عبدالرزاق چیمهزیاته کړه چې تر پرونۍ پېښه ورسته یې په کوټه کې د مشکوکو کسانو ضد عملیات پیل کړي دي خو لا یې هم څوک نه دي نیولي.

عبدالرزاق چیمه وویل چې د اختر خریداریو پر مهال یې د امنیت ساتنې لپاره په بازارونو او مارکېټونو کې نور پولیس او ایف سي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

د بلوچستان ګورنر محمد خان اڅکزي او وزیراعلی نواب ثناالله زهري ویلي چې په صوبه کې به د وسله والو ډلو پرضد نور سخت ګامونه پورته کړي.

په کوټه کې د شوې پرونۍ چاودنې د مړو شمېر اوس ۱۳ ته رسېدلی دی. په دې کې اووه پولیس هم شامل دي.

په دې پېښه کې شاوخوا شل تنه ټپي شوي هم وو چې څلور لا هم په کوټه کې په روغتون کې داخل دي.

د تحریک طالبان پاکستان جماعت الحرار ډلې د دې برید زمه واري منلې ده. او وايي چې دا یو ځانمرګی برید وو خو د بلوچستان حکومتي او امنیتي چارواکو د دې پخلی لا ندی کړی.

XS
SM
MD
LG