د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې څلور پوليس وژل شوي دي


دبلوچستان په سرښار کوټه کې وسله والو د پولیسو مرستیال مشر په ګډون څلور پولیس والا وژلي دي. د چارواکو په وينا د قايد اباد پر ایس، ايس، پي مبارک شاه او ورسره پوليسو سرتېرو نن هغه مهال ډزې وشوې چې دوی په دېبه کلي کې په ګزمه وو.

ځايي چارواکو مشال ريډيو ته نن وويل چې دې پېښه کې د مبارک شاه په ګډون څلور پوليس ووژل شول او د هغوی ډريور زخمي شو. جماعت الاحرار وسله والې ډلې د دې بريد زمه واري منلې ده.

وژل شوی پوليس افسر، مبارک شاه
وژل شوی پوليس افسر، مبارک شاه

د بلوچستان وزيراعلی نواب ثناالله زهري په يوه بيان کې دا بريد غندلی دی او د پلټنو حکم يې کړی دی. وزیر اعلی زیاته کړې چې دا د ترهګرۍ پېښه ده چې موخه یې په خلکو کې وېره زياتول دي خو حکومت به د ترهګرو دغه ډول ټولې هڅې ناکامه کړي.

د تېر ګل (دوشنبه) په ورځ د بلوچستان په چمن کې په يوه چاودنه کې د قلعه عبدالله ضلعې پولیسو مشر ایس ایس پي ساجد خان مومند وژل شوی وو. د چارواکو په وينا په دې پېښه کې اته ولسي وګړي او درې امنيتي سرتيري ژوبل شوي هم وو.

مرکه: ساجد خان مومند څوک وو؟

هغه مهال مشال راډیو سره په خبرو کې د بلوچستان پولیسو یو چارواکي اکبر خان ويلي وو چې دا ځانمرګی بریدو وو.د دې حملې زمه واري چا نه وه منلې.

د کوټې د نني بريد ويډيو

کوټه کې څلور پوليس وژل شوي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:38 0:00

XS
SM
MD
LG