د لاسرسي ځای

د کوټې خبريال ظفرالله اڅکزی خوشي شو


د کوټې يوه ځايی عدالت د قدرت ورځپاڼې خبريال ظفرالله اڅکزی په ضمانت خوشي کړی دی. نوموړی د جون پر ۲۵ نېټه له خپله کوره وړل شوی وو چې بيا څو ورځې وروسته په کوټه کې د پلټنې فېدرالي ادارې ايف ای اې ته و سپارل شو. پر ظفرالله اڅکزي تور لګول شوی چې پر ټولنيزه رسنيو يې د پاکستان پر امنيتي او استخباراتي ادارو تنقيد کړی دی. د پاکستان او نړۍ د خبريالانو سازمانونو د نوموړي نيونه غندلې او پر چارواکيو د هغه د زغرده خلاصولو ږغ کړی وو. عبدالحي کاکړ له ظفرالله اڅکزي سره مرکه کړې او په سر کې يې د هغه د خوشي کېدو په اړه پوښتنه کړې ده؟

XS
SM
MD
LG