د لاسرسي ځای

'د کوټې وژل شوي پوليس افسر کورنۍ راضي نامه نه مني'


د جون پر ۲۳مه د کويټې په جي پي او څلورلارې کې د بلوچستان د صوبايي اسمبلۍ غړي مجيداڅکزی پر ګاډي د وژل شوي ټرېفکي پوليس افسر عطاالله کورنۍ دعوه کړې چې د روغې جوړې په نوم له دوي سره دوکه شوې ده او دوی کله هم د پېښې ملزمان نه بخښي.

د وژل شوي عطاالله د کورنۍ بيان تر هغه وروستو راغلی چې په رسنيو کې د دواړو ډلو له خوا د روغې يوه راضي نامه مخې ته راغلې چې پکې د مجيد اڅکزي له خوا د زيارت مرستيال کمېشنر رفيق ترين او د عطاالله کورنۍ د غړیو لاسليک او د ګوتو نخښې موجود دي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان اسمبلۍ غړی لياقت علي آغا وايي چې مجيد اڅکزی دا وخت په جېل کې دی. دوی د قانون ترمخه هر ګام مني او مرسته يې کوي خو دا اوس چې څه روان دي دا له دوی سره زياتی دی.

د زيارت په ورځ له مشال راډيو سره په خبرو کې لياقت علي آغا وويل چې مجيد اڅکزي په خپله دا منلې وه چې پوليس ته به ځان حواله کوي خو بيا هم يوشمېر ګاډي د ده پر کور وروختل او هغه يې ونيوو. نوموړی تور لګوي چې په دې مقدمه کې قانوني تقاضې نه پوره کول کېږي او رسنۍ هم له دوی سره ناروا چلند کوي.

”د دغه راضي نامي تصديق به اوس هغه خلک کوي چې د چا نومونو پر کاغذ ليکل دي، دا به عدالت ثابتوي چې رښتيا ده يا دروغ“

لياقت علي آغا مني چې عدالت ته د وړاندېکولو پر وخت د مجيد اڅکزی له ميډيا سره رويه سمه نه وه او دوی ورته ويلي هم دي خو نوموړی دا ګيله کوي چې د پوليسو له خوا اول د نامعلومه کسانو پرضد اېف ای ار درج شوی، بيا هم په هغه اېف ا ار کې په ګوتو بدلون وشو او د ترهګرۍ دفعه پکې هم شامله کړل شوې ده خو اوس د دغه کورنۍ او مجيداڅکزي ترمنځ راضي نامه لاسليک شوې ده.

خو د وژل شوي پوليس وارډن عطاالله کورنۍ، چې د پنجاب په ډېره غازي خان سيمه کې اوسي، د راضي نامې خبرونه رد کړي او د هغه زوي معظم علي پاکستاني رسنيو ته ويلي چې د زيارت سيمې مرستيال کمشنر د دوي کور ته ورغلی وو، دوي ته يې باور ورکړی چې د اختر پر موقع به ورسره مالي مرستې کېږي خو دا يې ورته کله هم نه دي ويلي چې د روغې جوړې په نيت دلته راغلی.

په دغه لوظنامه کې ليکل شوي چې:

۱۔ د وژل شوي پوليس وارډن زوي معظم علي ته به سرکاري نوکري ورکول کېږي.

۲۔ عطاالله به په سرکاري توګه شهيد وګرځول شي.

۳۔ د دوی کورنۍ ته به په پوليس کالونۍ کې سرکاري کور ورکول کېږي.

د جون پر ۲۴مه شوې دې لوظنامه کې د عطاالله د کورنۍ له خوا په تحريري توګه دا باور هم ورکړل شوی چې دوی به له مجيد اڅکزی سره په مقدمه کې هر رنګه قانوني مرسته کوي.

د پاکستان سترې محکمې [سپريم کورټ] مشر جج ‘چيف جسټس ثاقب نثار‘ د چارشنبې په ورځ د دې پېښې نوټس اخېستی او د بلوچستان پوليسو له مشره يې په درو ورځو کې راپور غوښتی دی.

د سپريم کورټ د وياند له خوا جاري شوي بيان کې ويل شوي چې چيف جسټس د ډېره غازي خان د پوليسو مشر ته هم امر کړی د وژل شوي پوليس اهکار کورنۍ خيال وساتي چې څوک ورته کومه دړکه ورنکړي يا پرې زور وانه چوي.

د سپريم کورټ نوټس او د راضي نامې مخې ته تر راتلو وروستو د دې مقدمې قانوني حیثيت څه دی؟ په دې اړه د قانوني چارو کارپوه او د پېښور های کورټ بار اسوسيېشن جنرل سېکرټري رحمان الله وايي چې په راضي نامه کې د ديت پېسې دوه لکه ښودل شوي خو ديت په اصل کې شاوخوا ۳۴ لاکه روپۍ دي. بله دا چې د سپريم کورټ له لوري په خپله نوټس اخېستلو وروستو هر هغه ګام غیر قانوني شي چې په دې مقدمه کې شوی وي.

”چې کله سپريم کورټ د يوې پېښې نوټس په خپله واخلي نو بيا به په دې کې هېڅ هم نه کېږي بلکې چې کوم حالت کې په وړومبۍ ورځ وو هم په هغه حالت کې به يې مقدمه اورېدل کېږي، چې دې دوران څه هم شوي هغه به ختم ګڼل کېږي“

د رحمان الله په وينا چې د وژنې نه ورته د تېز ګاډي چلولو او د دې له کبله انساني زيان کېدل هم يو جرم دی د کوم لپاره چې د پاکستان په قانون کې سزا موجود ده.

د ذکر ده چې د جون پر ۲۳مه په ټولنيزو رسنيو يوه ويډيو خپره شوې وه چي پکې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان اسمبلۍ د غړي مجيد اڅکزي په ګاډي د کوټې ښار په جي پي او څلور لاره يو پوليس افسر وژل شوی وو. له هغه وروستو پوليسو مجيد اڅکزی نيولی او عدالت ته يې هم وړاندې کړی او دا وخت هغه د پوليس په ولکه کې دی.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG