د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د کوټې خبريال ظفرالله خان اڅکزی دې زغرده خوشې کړل شي"


يو خبريال په اسلام اباد کې د احتجاج پر مهال
يو خبريال په اسلام اباد کې د احتجاج پر مهال

د خبريالانوخونديتوب نړيوال سازمان کمېټي [ټو پروټېکټ جرنلسټس] پر پاکستاني چاواکيو غږ کړی چې په کوټه کې نيول شوی خبريال ظفرالله خان اڅکزی دې ژر تر ژره خوشې کړل شي.

نيويارک مېشت سازمان د زيارت په ورځ په يوه بيان کې ويلي چې څلور ورځې پوره شوي چې له کوټې خپرېدونکې قدرت ورځپاڼې خبريال ظفرالله خان اڅکزی ملېشه ځواکونو له خپله کوره وړی دی.

سازمان پر چارواکيو د هغه ژر تر ژره د خوشېکولو غږ کړی دی.

سهار شاوخوا شپږ بجې وې، نږدې نهه ګاډو کې د ملېشا ځواکونو عسکر راغلل، کورته راننوتل، په کوټو کې وګرځېدل، لېپ ټاپونه يې وغورځول او له موږ یې موبايل فونونه واخستل او ظفرالله يې له ځان سره يووړ. نعمت الله اڅکزی

د خبريال پلار او د قدرت ورځپاڼې مشرمدير نعمت الله اڅکزي د زيارت په ورځ له مشال راډیو سره د خبر پر مهال ادعا وکړه چې د جون ۲۵ مه نېټې سهار مهال يې پر کور ملېشه ځواکونو چاپه و وهله او ظفرالله خان يې له ځانه سره يو وړ.

د ده په وينا سهار شاوخوا شپږ بجې وې چې نږدې نهه ګاډو کې د ملېشه ځواکونو عسکر ورغلل او د هغه کور ته ورننوتل.

د نوموړي په خبره، دوی ځواکونو ته وويل چې ظفرالله به ور وسپاري خو کور ته دې نه ننوزي خو د نعمت الله په خبره، ځواکونه يې خبره و نه منله او کورته ورننوتل، په کوټو کې وګرځېدل، لېپ ټاپونه يې وغورځول او له دوی یې موبايل فونونه واخېستل.

دی زياتوي چې د ملېشه ځواکونو له مشرانو سره يې بیا بیا ليدلي خو هغوی کله د ظفرالله اڅکزي له نيولو انکار کوي، کله وايي ژر به يې خلاص کړي او کله بيا وايي چې اسلام اباد ته يې انتقال کړی دی.

د بلوچستان خبريالان د بلوڅ وسله والو، د مذهبي وسله والو ډلو او امنيتي ادارو له ګواښونو سره مخامخ دي خليل احمد

د ظفرالله خان د نيولو د وجې په اړه د خبريالانو نړيوال سازمان کمېټی ټو پروټېکټ جرنلټس د نعمت الله اڅکزي په حواله وايي، زوی يې ځکه نيول شوی چې هغه پر ټولنيزو رسنيو داسې ليکنې کړې وې چې پکې پر امنيتي ادارو تنقيد شوی وو.

مشال راډیو د پېښې اړه د ملېشه ځواکونو او د صوبايي حکومت درېځ مالوملولو لپاره د ځواکونو وياند خان واسع، د وزيراعلی وياند انوارالحق کاکړ، د صوبې داخله چارو وزير سرفراز بګټي سره څو ځله د تماس نيولو هڅه وکړه خو بريالۍ نه شوه.

البته د اطلاعاتو په برخه کې د وزيراعلی سلاکار رضا بړېڅي سره د ټیليفون له لارې رابطه وشوه خو هغه له پېښې ناخبري وښودله.

د ظفرالله اڅکزي د راخوشې کولو لپاره د بلوچستان خبريالانو سازمان هم فعاله شوی او د بلوچستان يونين اف جرنلټس مشرانو د زيارت په ورځ په کوټه کې يوه ځانګړې غونډه وکړه.

د سازمان مشر خليل احمد مشال راډیو ته وويل چې د ظفرالله اڅکزي نېول لومړۍ پېښه نه ده بلکې تر دې وړاندې هم يو شمېر خبريالان تښول شوي او يا وژل شوي دي.

په تېرو څو کلونو کې په بلوچستان کې شاوخوا ۳۰ خبريالان وژل شوي دي.
په تېرو څو کلونو کې په بلوچستان کې شاوخوا ۳۰ خبريالان وژل شوي دي.

د ده په وينا خبريالان پر يوه وخت د بلوڅ وسله والو، د مذهبي وسله والو ډلو او امنيتي ادارو له ګواښونو سره مخامخ دي.

د ده په خبره په تېرو څو کلونو کې په بلوچستان کې شاوخوا ۳۰ خبريالان وژل شوي دي.

د بلوچستان خبريالانو سازمان پخواني مشر شهزاده ذوالفقار بيا وايي، خبريالان په ډېره وېره کې کارکوي او د ګواښونو له امله په صوبه کې د رسنيو ازادي محدوده شوې ده.

XS
SM
MD
LG