د لاسرسي ځای

تازه خبر

مجید خان اڅکزی د کېنټ پولیسو ته سپارل شوی


په بلوچستان اسمبلۍ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړی او د پبلک اکاونټ کمیټي چیېرمېن عبدالمجید خان اڅکزی د چارشنبې په ورځ په کوټهکې د ترهګرۍ ضد عدالت ته د پولیسو تر سختې څارنې لاندې وړاندې کړل شو.

پر نوموړي تر کوچني اختر مخکې د سړک په یوه پېښه کې د ټرافیک پولیس د یوه افیسر د وژنې تور دی.

خو په عدالت کې د مجید خان پرضد یوه بله مقدمه هم مخې ته راغلې ده چې په ۲۰۰۹ م کال کې د کوټې له سیټلایټ ټاونه ځېنې کسان تښتولي ول.

ورسته عدالت نوموړی د اوو (۷ ) ورځو لپاره په یاد مقدمه کې د نورو پلټنو په خاطر د کېنټ پولیسو ته سپارلی دی.

پر دې مهال له خبریالانو سره په خبرو کې د مجید خان وکیل نصیب الله ترین اېډوکېټ د کېنټ پولیسو ته د خپل موکل سپارل وغندل.

نصیب الله ترین ایډوکیټ وايي چې دوی د عدالت د دې پرېکړې مخالفت کړی دی او د نورو ۷ ورځو لپاره د هغه موکل پولیسو ته سپارل له قانون سره سمه پرېکړه نه ده.ځکه چې مجید خان یوازې د سړک په یوه حادثه کې نیول شوی دی. لاکن نن چې عدالت کوم ریمانډ ورکړی، نو هغه یې په یوه بله زړه مقدمه کې ورکړی دی. د دې پرضد به دوی لوړو عدالتونو ته ځي.

دلته داخبره د یادونې وړ ده چې تر اختر مخکې پولیسو عبدالمجید خان نیولی او له هغه یې د ۵ ورځو ریمانډ اخېستی وو.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي چې مجید خان د ایکسیډنټ په تور کې نیول شوی دی خو پر هغه نورې مقدمې کښل د انصا ف او قانون ضد عمل دی.نوموړي داخبره د چارشنبې ورځ د ګلستان په عنایت الله کارېز کې د اختر مبارکۍ لپاره ورغلیو ګوندي کارکونکیو ته په خپله وینا کې کړې ده.

محمود خان اڅکزي زیاته کړه چې مجید خان د سړک له یوې ناڅاپي پېښې سره مخامخ شوی وو خو د هغه د نیولو لپاره په نیمه شپه د پولیسو او نورو عسکري ادارو له لوري چې کوم عملیات وښول هغه د غندې وړ دي او دا د قانون پرضد یو عمل وو.

د ښاغلې اڅکزي په وینا چې د دغه ټولو عملیاتو موخه په راتلونکیو انتخاباتو کې لاسوهنه او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ناکامه کول دي چې له اوسه یې ورته هڅې پیل کړې ډي.

XS
SM
MD
LG