د ایران د سيستان بلوچستان صوبې ګورنر علي اوساط هاشمي چې په سرکاري دوره د بلوچستان مرکز کوټې ته تللی، هلته يې د صوبې له ګورنر، وزیراعلی او د کوټې له تجارانو سره جلا جلا لیدلي دي. علي اوساط هاشمي وايي، پاکستان او ایران باید تجارت ته نوره وده ورکړي، او پاکستان باید له ایران څخه د بجلۍ، ګیس او انرژۍ پ
درې ورځې وړاندې د بلوچستان له کلاسيف الله سيمې د تښتول شويو کسانو د تښتونې په خلاف په ږوب سيمه کې د سياسي ګوندونو او د قومونو د مشرانو جرګه شوې او له حکومته يې په کلکه غوښتي، چي د وسله والو او ترهګرو په خلاف عمليات وکړي او يرغمل شوي کسان د دوى له منګولو را خوشي کړي.
وسله والو د تېرې یکشنبې یا اتوار پر شپه لیاقت علي خان سره له اتو نورو مساپرو د کلا سیف الله له تنګې سیمې تښتولي ول چې پکې د لیاقت علي خان مړی د یادې ولسوالۍ یا ضلعې له ګوال اسماعیل زیو تر لاسه شوی دی.
د ږوب کاري کمېټې د وسله والو له لوري د مساپرانو تېښتولو خلاف نن په ږوب ښارګوټي کې هړتال دی او یوه لویه ولسي غونډه کوي
په کراچۍ ښار کې د اتوار په ماښام د عوامي نېشنل ګوند یو سیمه ایز مشر وسله والو وژلی دی.
د ورځپاڼې په باور په بلوچستان کې د بیلتون پالو ډلو ترمنځ همکاري مخ په زیاتېدو ده او دې همکارۍ دبلوچستان صوبايي حکومت او امنیتي ادارې د اندېښنو سره مخ کړي دي.
بلوچستان کې له ۲۰۰۸م کال راهیسې د بلوڅانو خراب شويو مړيو موندلو لړۍ پېل شوې، چې د ډېری بلوڅ ملتپالو په خبره د پاکستان استخبارات يې وژني، د پاکستان استخبارات یې تورونه ردوي.
د پېښور مرکزي زندان يوه تن چارواکې د نوم و غږ نه خپرولو په شرط ازادۍ راډيوته وويل، چې دوى نيازمحمد د چهارشنبې په ورځ ګهیځ مهال په دار کړ.
خوا چاودنې زیاتې وې او اوس امنیتي سرتیري (اېف-سي) هر ځای ګمارل شوي دي. زموږ په نوي کلي کې اېف-سي ګزمې کوي.
د سرکاري چارواکو په وينا، وسله والو ترهګرو په دې سيمه کې له تېرو پېنځو کلونو راهيسې نزدې ٦٠ ښوونځي سوځولي دي.
ماما قدیربلوڅ زیاته کړه دوی د دې لاریون لپاره خپل تمرین بشپړ کړی او دوی د ایران، ترکيې، یونان او د اټالیې لارې تر جینوا پلی مزل وهلو ته چمتو دي.
د پاکستان حکومت د پېښور پر ارمي پپلک سکول تر وسله وال خونړي برید وروسته پرېکړه کړېده چې پر ترهګرو به د مقدمو چلونو لپاره ځانګړي پوځي عدالتونه جوړوي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته