د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ۲۰۱۴ کال د بلوچستان امنیت، د ولس او حکومت له نظره


خوا چاودنې زیاتې وې او اوس امنیتي سرتیري (اېف-سي) هر ځای ګمارل شوي دي. زموږ په نوي کلي کې اېف-سي ګزمې کوي.

نن د ۲۰۱۴ کال وروستۍ ورځ ده. دا چې په دغه کال په بلوچستان او پتېره، په کوټه کې امنیت څنګه وو؟ ایا د ۲۰۱۴م کال او تېرو نورو کلونو ترمنځ څه توپیر وو؟ دا ټولې هغه پوښتنې دي چې د مشال خبریال نیازموساخېل له ولسيوګړو او د حکومت له لوړپوړو چارواکیو سره څېړلې دي.

د کوټې اوسېدونکی منیر احمد وایي چې ۲۰۱۴ په ناامنۍ کې تېر شو:

«د ۲۰۱۴ کال پېل په چاودنه وشو.زما ښه یاد دی. په سریاب کې ښه زوروره چاودنه شوې وه. نو اندازه ولګوه چې پیل په چاودنو وي،نو وروسته به څه حال تېر شوی وي! زما له نظره دغه کال په بدو حالاتو کې تېر شو»

فضل رحمان بیا بېل نظر لري.دی وایي:

«نه، نه..... سږکال امنیت ډېر ښه وو. پخوا به داسې وه چې هدفي وژنې به تر حساب تېرې وې، پر هره دویمه دریمه ورځ به چاودنه کېده، د پيسو لپاره تېښتونې به عام وې، خو اوس چې ګورو نو دا هر څه تر ډېره حده کنټرول شوي دي. چاودنې کله کله وشي. چې توپیر یې سره وکړو نو پخوا داسې پېښې زیاتې کېدې نو هغه ته به بد، نن چې دا قیسمه پېښې کمې شویدي، نو دې ته به موږ ښه حالات وایو.»

د کوټې اوسېدونکی عبدالله هم وایي،کال ۲۰۱۴ کې امنیت د خرابېدو پر خوا روان وو او دا مزل یې په خبره،لا هم جاري دی:

«هر څه هغه دي. پر دغ سړک ټکونه (ډزې) وشول، پر دغه جواینټ سړک اوس تازه چاودنه نه شوې وه. پر پرنس او سریاب سړک یو دوه ځله ډزې او چاودنې شوې دي.حالات سم شوي نه دي، بلکې دا پولیس او نورې ډلې یې په لوی لاس خرابووي»

محمود خان بیا د هغه نظر پلوی دی، چې وايي، اوس امنیت ښه شوی دی:

«پخوا چاودنې زیاتې وې او اوس امنیتي سرتیري (اېف-سي) هر ځای ګمارل شوي دي. زموږ په نوي کلي کې اېف-سي ګزمې کوي. پخوا هلته موږ د دغه ځواک تصور هم نشو کولی، نو د دغو ځواکونو له برکته وضع یو څه برابره شوې ده، ګڼې که هغه پولیس وی، نو دومره خوند به یې نه وی.»

خو رحمت الله بیا دا خبره نه مني:

«امن وامان خو دلته ډېر خراب دی. موږ خو په والله که هېڅ ښه والی لیدلی دی. پښتونخوا حکومت چې راغلی دی،حالات د سمېدو پر ځای، نور هم د خرابېدو پر خوا تللي دي.»

د کوټې او بلوچستان د اوسېدونکیو د امن وامان په اړه بېل بېل نظرونه مې د بلوچستان اطلاعاتو محکمې وزیر عبدالرحیم زیارتوال مخې ته کښېښودل. نوموړي یې په اړه وویل چې اختلافي نظر پر خپل ځای، خو د دوی حکومت اوس حالات تر ډېره حده سم کړي دي:

«د جرمونو شرح څومره ټیټه شوې ده، د تاوان لپاره د تېښتونې پېښې څومره کمې شوې دي، لویې لارې څنګه خلاصې شوې دي، د کوټې ښار چې پخوا به د ماښام پر اذان بندېدلی، اوس سهار تر اذانه خلاص وي، دا ټولې پوښتنې به د اسمبلۍ (صوبایي پارلیمان) په راتلونکې غونډه د حکومت وزیر یا د کورنو چارو وزیر پخپله درته ځواب کړي او ثابته به یې کړي چې د تېرو حکومتونو امن و امان او زموږ د حکومت پر مهال امنیت څومره توپیر لري؟»

په بلوچستان کې عام خلک که یو خوا ته په دې نظر دي چې په دغه صوبه کې ۲۰۱۴ کال هم په د پخوا په شان په ناامنۍ کې تېر شو،خو ډېری داسې خلک هم شته چې د امنیت وضع تر پخوا ډېره ښه ګڼي.

XS
SM
MD
LG