د لاسرسي ځای

تازه خبر

" د پاکستان نوي پوځي عدالتونه به د بلوڅو او سیندیانو پر ضد استعمال شي"


د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحیل شریف
د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحیل شریف

د پاکستان حکومت د پېښور پر ارمي پپلک سکول تر وسله وال خونړي برید وروسته پرېکړه کړېده چې پر ترهګرو به د مقدمو چلونو لپاره ځانګړي پوځي عدالتونه جوړوي.

پراګ: د پاکستان حکومت د پېښور پر ارمي پپلک سکول تر وسله وال خونړي برید وروسته پرېکړه کړېده چې پر ترهګرو به د مقدمو چلونو لپاره ځانګړي پوځي عدالتونه جوړوي.

د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د دسمبر پر څلرویشتمه نېټه له یو شمېر سیاسي او مذهبي ګوندونو سره تر سلا مشوره وروسته اعلان وکړ چې ترهګرو ته د سزا ورکولو لپاره پوځي عدالتونه جوړوي.

د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحیل شریف له حکومتي پرېکړې یوه ورځ وروسته امر وکړ چې د یادو عدالتونو پر جوړېدو دي کار پیل شي.

که څه هم د ملک لوی شمېر ګوندونو له حکومت سره د دې عدالتونو پر جوړولو سلا شوي دي خو ځینې بلوڅ او سیندي ملت پال ګوندونه یې بیا مخالفت کوي.

د بلوچستان نشنل ګوند مشر سردار اختر مېنګل مشال راډیو ته وویل چې دوی د پوځي عدالتونو تر دې وړاندې هم مخالفت کړی وو او اوس یې هم کوي.

سردار اختر مېګل وویل ، ً موږ ته داسې ښکاري چې په دې پوځي عدالتونه کې به د هغو خلکو پر ضد مقدمې وچلول شي چې په جمهوري توګه یا خو د جمهوریت لپاره او یا هم د خپلو قامي حقونو لپاره کار کوي. موږ نه د دې پرېکړې لپاره په رابلل شوې ټول ګوندیزه غونډه کې برخه اخیستې ده تو نه هم د دې پرېکړې ملاتړ کووً .

سرداراختر مېګل زیاته کړه چې تر دې وړاندې هم د پاکستان پوځي عدالتونو د بلوڅو یو شمېر مشرانو ته سزاګانې ورکړې وې.

د سیندي ملت پال ګوند جې سیند قومي محاذ مشر نیاز کالاني هم د پوځي عدالتونو مخالفت وکړ او ویې ویل چې پوځي عدالتونو کله هم امن نه دی راوستی.

نیاز کالاني وویل ، ً یو خو د دوی دا عمل څرګندوي چې دوی پر خپلو ولسي عدالتونو باور نه لري او بله خبره دا ده چې زه په دعوه سره ویلای شم چې د دې پوځي عدالتونو راتلونکی هدف به په بلوچستان او سیند کې هغه خلک وي چې د خپلو حقونو لپاره کار کويً.

په پاکستان کې پوځي عدالتونه په داسې وخت کې جوړېږي چې په ملک کې په زرګونه کسان ورک دي د کومو چې لویه برخه بلوڅان دي.

د ورک کړل شوو بلوڅان د میندلو او خوشي کولو لپاره د مبارزه کوونکي سازمان (وایس فار مسینګ بلوچ پرسنز) چارواکي او نور بلوڅ ملت پال وايي چې دا ټول کسان د پاکستان جاسوسي ادارو تښتولي دي او وخت پر وخت یې داسې مړي غوځوي چې په ډېره ظالمانه توګه وژل شوي وي.

خو د پاکستان حکومت ، پوځ او جاسوسي ادارې د بلوڅو دا تورونه نه مني چې ګواکې روښتیا هم دا ورک کسان د دوی په ولقه کې دي.

ماما قدیر بلوڅ وايي ، د پاکستان د سپریم کورټ په موجودګۍ کې دوی د پوځي عدالت هیڅ ضرورت نه ویني.

ماما عبدالقدیر زیاته کړه ، موږ تر دې وړاندې د ولسي عدالتونو په اړه اندېښنې درلودې او دوی اوس پوځي عدالتونه جوړوي. اوس به بلکل موږ ته سرعام پانسۍ ګانې راکول کېږي نو موږ ځکه د دې پوځي عدالتونو په اړه بیخي زیاتې اندېښنې لرو.

ماما عبدالقدیر بلوڅ وویل ، که چېري پر دوی په دې ممکنه پوځي عدالتونو کې مقدمې ثبت هم شي نو دوی به پکې حاضر نه شي.

د سردار اختر مېنګل ، نیاز کالاني او ماما عبدالقدیر بلوڅ اندېښنې مي د پاکستان د بشري حقونو د سازمان له مشرې زهرا یوسف سره شریکې کړې.

زهرا یوسف وویل ، دوی ځکه د یادو عدالتونو مخالفت کړی دی چې یو خو نور عدالتونه شته او بل دا نده څرګنده چې د پاکستان حکومت او امنیتي ادارې ترهګر و چا ته وايي.

زهرا یوسف زیاته کړه ، ً له موږ سره اندېښنه شته ځکه چې د ترهګرو تعریف څرګند نه دی. د دوی په فکر هغه خلک ترهګر کېدای شي چې خپل قامي حقونه غواړي او د هغوی لپاره مبارزه کوي. نو موږ په دې اړه بلکل اندېښمن یوً .

د پاکستان حکومت وايي چې د دې عدالتونو موده به دوه کاله وي په کوم کې چې به د دوی په وینا د ترهګرۍ په تور کې پر نیول شوو کسانو مقدمې چلول کېږي.

د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحیل شریف د دسمبر پر څلرویشتمه نېټه په ټول ګوندیزه غونډه کې ویلي وو چې په دې عدالتونو کې به د داسې کسانو پر ضد مقدمې چلول کېږي چې د ترهګرۍ د لوړې کچېپه پېښو کې لاس لري.

د دې عدالتونو د واک او طریقه کار په اړه که وروستۍ پرېکړه شوې هم وي خو تر اوسه یې په په اړه ټول مالومات په ډاګه شوي نه دي.

د پپلز ګوند شریک مشر او پخواني ولسمشر اصف علي زرداري د شنبې په ورځ د سیند صوبې په ګړهي خدابخش کې د بې نظیر بوټو د اوم تلین غونډې ته وویل ، تر هغه وخته به د دې پوځي عدالتونو لپاره وروستی لاسلیک ونه کړي تر څو چې یې د عامو خلکو پر ضد د نه کارول کېدو په اړه بشپړ ډاډ نه وي ورکړل شوی.

اصف علي زرداري وویل ، دی نه غواړي چې د تېر په څېر له نواز شریف او نورو سیاسي مشرانو سره د هم دې پوځي عدالتونو له لارې بند ته ولېږل شي.

XS
SM
MD
LG