د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې ورانکارو دوه ښوونځي سوځولي دي


د سرکاري چارواکو په وينا، وسله والو ترهګرو په دې سيمه کې له تېرو پېنځو کلونو راهيسې نزدې ٦٠ ښوونځي سوځولي دي.

ډيورنډ کرښې ته څېرمه د کورمې اجنسۍ په قبايلي سيمه کې سيمه ييز چارواکي وايي، چې وسله والو د سېشنبې پر ورځ په دغه سيمه کې دوه ښوونځي سوځولي دي.

دوى وايي، چې وسله والو د کورمې اجنسۍ په منډان او کنډالي بابا کې په دوو سرکاري ښوونځيو کې باروت اېښودي ولچې په ريموټ کنټرول چولي دي، چې په ترڅ کې يې د دواړو ښوونځيو ودانۍ بشپړې ورانې شوي دي.

د دوى په وينا، په پېښه کې زده کوونکيو ته ځاني زيان نه دى اوښتى دى.

د کورمې ايجنسۍ يوه ځايي خبريال، چې پېښه يې له نزدې څارلې، له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه وويل:

"په منځنۍ کورمه کې دا دوه سکولونه ورانکارو سوځولې دي، چې له امله يې ټوله ودانۍ ويجاړه شوې ده. دلته بايد ووايم چې له تېرې څه مودې راهيسې په کورمه ايجنسۍ کې د تره ګرۍ دا لړۍ پیل شوې ده، چې علاقې ته يې د فرقه واريت [مذهبي تاوتريخوالي] او دهشتګردۍ په بنياد باندې زښت زيات نقصان رسولى دى."

د کورمې ايجنسۍ د سياسي دفتر يوه چارواکي د نوم و غږ نه خپرولو په شرط ازادي راډيو ته وويل، چې وسله وال له پخوا راهيسې په سيمه کې ښوونځيو او زده کوونکيو ته پرله پسې ګواښونه کوي، چې ښوونځي وتړي ګنې له بدو پایلو سره به مخامخ شي.

د نوموړي په وينا، وسله والو ترهګرو په دې سيمه کې له تېرو پېنځو کلونو راهيسې نزدې ٦٠ ښوونځي سوځولي دي.

کورمه د ډيورنډ کرښې ته څېرمه پرته قبايلي سيمه ده، چې له خيبر ايجنسۍ او همداراز د شمالي وزيرستان له قبايلي سيمو سره نښتې پولې لري.

ويل کېږي، چې په دې سيمه کې د پاکستانيو وسله والو طالبانو بېلابېلې ډلې مېشتې دي، چې د دې هېواد امنيتي ځواکونو يې پرضد له تېرې څه مودې راهيسې عمليات پيل کړي او يواځې په تېره اوونۍ کې يې پکې د ٥٠ سخت دريځه وسله والو د وژلو ادعا کړې ده.

د يادونې وړ ده، چې له ٢٠٠٧ مې کال راهيسې وسله والو ډيورنډ کرښې ته څېرمه په قبايلي سيمو او همداراز د خيبر پښتونخوا مرکز پېښور او نورو بېلابېلو سيمو کې سلګونه ښوونځي سوځولي او دا لړۍ لا روانه ده.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG