د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: پر پروېز مشرف برید کې ککړ تورن په دار شو


د پاکستان پخواني پوځي ديکتاتور پرويز مشرف
د پاکستان پخواني پوځي ديکتاتور پرويز مشرف

د پېښور مرکزي زندان يوه تن چارواکې د نوم و غږ نه خپرولو په شرط ازادۍ راډيوته وويل، چې دوى نيازمحمد د چهارشنبې په ورځ ګهیځ مهال په دار کړ.

د خيبر پښتونخوا مرکز پېښور په مرکزي زندان کې د چهارشنبې په ورځ د پاکستان پر پخواني پوځي ديکتاتور ولسمشر پرويز مشرف د بريد په تور کې نيول شوى يو بل تن هم په دار کړل شو.

نيازمحمد، چې پخوا يې د پاکستان په هوايي ځواک کې دنده ترسره کوله، په ٢٠٠٣م کال يې د دې هېواد په راولپېنډۍ ښارکې پر پرويزمشرف د بريد پلان جوړ کړى و، چې د امنيتي ادارو له خوا شنډ او نوموړى له خپلو ملګرو سره يو ځاى ونيول شو.

د پاکستان سرکاري ټيلیويژن د راپورله مخې، نيازمحمد ته د پاکستان پوځي محکمې د مرګ سزا اورولې وه، خو په هېواد کې د مرګ پر سزا د بنديز له کبله پلې نه شوه.

د پېښور مرکزي زندان يوه تن چارواکې د نوم و غږ نه خپرولو په شرط ازادۍ راډيوته وويل، چې دوى نيازمحمد د چهارشنبې په ورځ ګهیځ مهال په دار کړ.

د پاکستان وزیر اعظم نوازشريف په په دې وروستيو کې په داسې حال کې په ترهګرو پېښو کې د ککړو کسانو د مرګ پر سزا لګېدلی بنديز لیرې کړ، چې وسله والو طالبانو د روانې ډیسېمبر مياشت پر ١٦مه نېټه د خېبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې پر ارمي پبلیک ښوونځي وسله وال بريد وکړ.

په هغه بريد کې د ١۴۲ ماشومانو په ګډون نزدې ١٥٠ تنه ووژل شول او نژدې ۱۲۰ نور چې ډېری یې ماشومان ول ژوبل دي.

د پاکستان کورنيو چارو وزارت د وزیر اعظم نوازشريف تر اعلان وروسته په لومړي سرکې د هغو ١٧ تنو نوملړ ترتيب کړى، چې د دې هېواد په بېلابېلو زندانونو کې د ترهه ګروپېښو په تړاو بنديان دي او د مرګ سزا ورته اورول شوې ده.

تراوسه پورې له دغې ډلې يواځې ٧ کسان په دار کړل شوي دي، چې په هغو کې د پاکستان پوځ پر عمومي قوماندانۍ او پر پخواني ولسشمر پروېز مشرف بريد کوونکې شامل دي.

د پاکستان کورنيو چارو وزارت وايي، چې دوى به په نزدې راتلونکې کې شاوخوا ٥٠٠ هغه بنديان هم په دار کړي، چې په ترهه ګرو پېښو او نورو جرمونو کې ککړ دي او د مرګ سزا ورته اوروول شوې ده.

پاکستان په داسې حال کې يوبل ترهګر په دار کړ، چې د ملګرو ملتونومشر بانکي مون، اروپايي ټولنې، د بخښنې نړۍوال سازمان او همدا راز بشر ي حقوقو ډلو څو ورځې مخکې له وزیر اعظم نواز شريفه غوښتي ول، چې په پاکستان کې دې د مرګ پر سزا بېرته بنديز ولګوي.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان وزیر اعظم نواز شريف په پېښور کې پر ښوونځي تر وسله وال بريد وروسته د ترهه ګرۍ د ځپلو لپاره يوه ٢٠ماده ييزه قامي کړنلاره جوړه کړې، چې له مخې به يې په ترهه ګروپېښو کې ککړ کسان په پوځي محکمو کې محاکمه کېږي او ژر تر ژره به د خپل اعمالو سزا ويني.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG