د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مړيو پيژندګلوي نه کېدل د اندېښنې وړ ده. نصرالله بلوڅ


د تری تم کړو بلوڅانو غږ د ماما قدیر په مشرۍ څو ځلې په سلګونه میله لاریونونه کړي
د تری تم کړو بلوڅانو غږ د ماما قدیر په مشرۍ څو ځلې په سلګونه میله لاریونونه کړي

بلوچستان کې له ۲۰۰۸م کال راهیسې د بلوڅانو خراب شويو مړيو موندلو لړۍ پېل شوې، چې د ډېری بلوڅ ملتپالو په خبره د پاکستان استخبارات يې وژني، د پاکستان استخبارات یې تورونه ردوي.

په بلوچستان کې د تری تم کړل شويو بلوڅو ږغ نومي سازمان وايي، په ۲۰۱۴ عيسوي کال کې ۴۳۵ نور بلوڅان تری تم شوي او د ۴۵۵ بلوڅان خراب شوي مړي موندل شوي دي. ددغه سازمان مشر نصرالله بلوڅ د جمعرات په ورځ په يوه خبري غونډه کې دا مالوماتو له رسنوالو سره شريک کړي. خو بلي خواته د بلوچستان حکومت بیا وايي، په ټول کال کې يواځې د ۱۶۴ کسانو خراب شوي مړي موندل شوي دي.

نصرالله بلوڅ د زیارت په ماځیګر د کوټې په مطبوعاتي کلب کې په يوې خبري غونډه کې وویل، تردې وړاندې به له دې وژل شويو کسانو سره پرچۍ هم وه، چې پرې به يې د هغه نوم او د کور درک لیکل شوی وو، چې بیا به يې پېژندګلوي په آسانۍ سره کېده، خو زیاتوي، اوس ددې خراب شويو مړيو په مخونو تیزاب اچول شوي وي، چې پېژندګلوي يې بېخي نشي کېدای.

؛ مخکې چې به خراب شوي مړي مونديدل، نو د هغو په جیبونو کې به پرچۍ وې او ډېر به خراب هم نه وو، چې پېژندګلوي به يې کېدلای شوای. لاکن اوس چې کوم مړي موندل کېږي، د هغوي په مخونو باندې تیزاب او چونه اچول کېږي، چې پوره خراب وي، چې بیا پېژندګلوي نشي کېدای؛.

که څه هم نصرالله بلوڅ دا خواست ونه کړ، چې ددغو خراب شويو مړيو د غورځولو ذمه واره دي د دوی په مخونو تېزاب يا چونه نه اچوي، تر څو پېژندګلوي په آسانۍ سره وشي، خو په خبري غونډه کې يې په بیا بیا همدا خبره تکرار کړه، چې د خراب شويو مړيو تر موندېدلو وروسته د هغوی پېژندګلوي نه کېدل، نه يواځې دوی ته، بلکې د ټولو تری تم شویو بلوڅانو کورنيو لپاره د بېخي زیات د اندېښنې وړ وي. له دې سره سره نصرالله بلوڅ د بلوچستان له حکومته دا هم خواست وکړ، چې دغه خراب شوي مړي دي ژر خاورو ته نه سپارل کېږي، او لږ تر لږه يوه مياشت دي په مرده خانه کې امانتاً ښوول کېږي.

؛ موږ له صوبايي حکومت څخه خواست کوو، چې ددغو خراب شويو مړيو د ښوولو لپاره دي په فوري توګه په سول روغتون کې يوه مرده خانه جوړه کړل شي، چې په کې ددغو مړيو د ښوولو ټول سهولیات موجود وي، او لږ تر لږه يوه میاشت بايد دا مړي په دې مرده خانو کې کښېښوول شي؛.

که څه هم نصرالله بلوڅ په کال ۲۰۱۴ کې د خراب شويو مړيو د موندلو شمېر تر څلورنیمه سوه زیات یادوي، خو د بلوچستان صوبايي حکومت بیا په دغه کال کې دغه شمېر يواځې ۱۶۴ يادوي.

XS
SM
MD
LG