د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د ورکړل شوو بلوڅانو غږ تر جینوا رسوو'


بلوچستان کې د تېښتولو ضد لاریون کراچۍ ته ورسېد
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:59 0:00

ماما قدیربلوڅ زیاته کړه دوی د دې لاریون لپاره خپل تمرین بشپړ کړی او دوی د ایران، ترکيې، یونان او د اټالیې لارې تر جینوا پلی مزل وهلو ته چمتو دي.

د ورک کړل شوو بلوڅانولپاره غږ پورته کونکي تنظیم «وایس اف بلوڅ میسینګ پرسنز» مرستیال مشر ماما قدیر بلوڅ وایي، د دوی سازمان تکل لري چې په جنیوا کې د انساني حقونو تر دفتره لاریون پیل کړي او په دې موخه یې د ملګرو ملتونو مشر بان کي مون ته لیک استولی دی او له هغه څخه یې د راهدارۍ غوښتنه کړې ده.

د ورک کړل شوو بلوڅانو غږ تنظم تر دې وړاندې د بلوچستان له مرکز کوټې د سیند تر مرکز کراچۍ ښاره سلګونه کلومیټره په پښو مزل وواهه او له دې پس یې له کراچۍ بیا د پاکستان تر پلازمېنې اسلام اباده په احتجاج کې په پښو مزل وکړ.

ماما قدیربلوڅ زیاته کړه دوی د دې لاریون لپاره خپل تمرین بشپړ کړی او دوی د ایران، ترکيې، یونان او د اټالیې لارې تر جینوا پلی مزل وهلو ته چمتو دي.

«تر کومو ملکونو چې به موږ تېرېږو، نو د هغوی خلکو ته به مالومه شي چې په بلوچستان کې څه روان دي، زموږ خلک مخکې هم ورکول کېدل، او د هغوی مړي موندل کیدل، خو په بلوچستان کې د عبدالمالک بلوڅ د حکومت په مهال دا لړۍ نوره هم تېزه شوې ده»

ماما قدیر بلوڅ زیاته کړه له جمهوري لارې به خپلې ټولې هڅې کوي. پروسږ کال یې له کوټې تر کراچۍ او بیا له دې ځایه اسلام اباد ته لاریون وکړو، خو دې احتجاج په بلوچستان کې پر روانو حالاتو هېڅ اغیز ونه کړ. او ورځ تر بلې د بلوچستان حالات او د حکومت لخوا له دوی سره ترسره کېدونکی چلند مخ په سختیدو دی.

«اوس دوی پوځي عدالتونه جوړوي، زه په دې باوري یم چې دا عدالتونه د دې لپاره جوړېږي، هغه بلوڅ او نور تری تم کړل شوي خلک، چې د پروېز مشرف د حکومت او له هغه پس ورک کړل شوي دي.په هغوی کې د ځینو خراب شوي مړي موندل شوي. خو هغه چې په عقوبتخانو کې تر اوسه پراته دي او موږ یې د خوشې کولو په موخه لاریونونه کوو، موږ ګڼو چې دا محکمې د دغو خلکو په دار ځړولو لپاره جوړېږي. موږ به د دې پر ضد احتجاج جاري ساتو»

ماما قدیر بلوڅ زیاته کړه د مخکنیو لاریونو روسته د سیند صوبې په خلکو کې هم د بیدارۍ تحریک شورو شوی دی، او تر جینوا د لاریون روسته به هغه له کراچۍ تر پیښوره هم پیدل لاریون وکړي، ځکه چې په ورک کړل شویو خلکو کې د بلوڅانو او سیندیانو علاوه ګڼ پښتانه هم شامل دي.

یاده دې وي ماما قدیر بلوڅ له تېرو څو کلونو راهیسې د ورک کړل شوو بلوڅانود خوشې کولو په موخه په احتجاج راوتی دی. نوموړي په دې لړ کې تر میاشتو میاشتو لاریونونه هم کړي دي. دی او نور ملګري یې چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي دا مهال د کراچۍ پرېس کلب مخې ته پر احتجاجي ناسته دي.

ماما قدیر د بلوڅانود ورکېدنې تور د پاکستان پر امنیتي ادارو لګوي، خو دغو ادارو تل دا تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG