د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: اسلام ځان وژنې او انسان وژنې ته اجازه نه ورکوي


د خوست لسګونو دیني عالمانو او قومي مشرانو د وسلوالو له لوري د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې وروستي ترهګریز بریدونه چې د ګڼو ملکي خلکو د مرګ ژولې لامل شول وغندل او دا ډول بریدونه يې د اسلام له دین سره په ټکر کې وبلل.

د خوست لسګونو دیني عالمانو او قومي مشرانو د وسلوالو له لوري د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې وروستي ترهګریز بریدونه چې د ګڼو ملکي خلکو د مرګ ژولې لامل شول وغندل او دا ډول بریدونه يې د اسلام له دین سره په ټکر کې وبلل.

دوی د دولت وسلوالو مخالفینو څخه د سولې له بهیر سره د یو ځای کیدو غوښتنه وکړه او د افغان امنیتي ځواکونو څخه يې ملاتړ اعلان کړ.

د غونډې ګډونوالو وویل، چې افغان سرتیري د خلکو د سر او مال ساتنه کوي، نو ټول خلک باید د خپلو سرتیرو څخه حمایت وکړي.

په هغو ځانمرګو بریدونو او بیلابیلو پیښو کې چې په دې وروستیو ورځو کې په خوست، جلال اباد، بدخشان او مزارشریف کې ترسره شوې، لسګونه افغانان په کې مړه او ټپیان شول.

یاده غونډه چې د چهارشنبې په ورځ خوست کې د یاد ولایت د مرکز او ګڼو ولسوالیو د دیني عالمانو او قومي مخورو په ګډون جوړه شوې وه، د خوست د عالمانو شورا رئیس مولوي شاه محمد محمدي يې موخې او هدفونه مشال راډيو ته داسې په ګوته کړل:

((کومه غونډه چې ملایانو، قومي مشرانو او جهادي شخصیتونو جوړه کړې وه، دا البته په دریو خبرو باندې وه، یو دا چې په افغانستان کې په دې وروستیو کې په ځانمرګو بریدونو کې ډېر هېوادوال شهیدان شول، دې خلکو دا کارونه وغندل، دې سولې په اړه يې وویل چې دا کوم وروڼه چې خفه شوي دي، دا باید بیرته خپل هېواد ته راستانه شي او خپلو وطنوالو سره په ورورولۍ، اتحاد او اتفاق باندې ژوند وکړي او همدارنګه علماوو او قومي مشرانو د امنیتي ځواکونو ملاتړ اعلان کړ.))

د مجاهدینو د شورا مشر مولوي سردار ځدراڼ د دیني عالمانو او قومي مشرانو غونډې ته وویل، چې د شرعي محاکمو د حکم پرته د چا وژل او یا ګواښل په اسلام کې منع او حتی حرام دي:

((مسلمانان انسان وژنه پرته له محکمې نه غندي او د اسلام سره يې په ټکر کې بولي، هېڅ دلیل او مشروعیت د دې له پاره نشته، چې تر څو جرم ثابت شوی نه وي، محاکمو د اسلام شرعي دلایل پیش کړي نه وي، څوک پورته کیږي، وژني يې یا يې تهدیدوي، اسلام کې دا ټول شیان ناجایز، ناروا او حرام دي.))

دیني عالم مولوي بخت جمال وویل، چې اسلام مسلمان ته د ځان یا بل کس د وژنې او مال د خوړولو اجازه نه ده ورکړې:

((کله چې یو څوک په اسلام مشرف شي، تاته دا اجازه نه درکوي، چې څوک مړه کړه، هېچا ته د ځانوژنې اجازه نه ورکوي، پرته د اجازې نه د پردي مال د خوړلو اجازه نه ورکوي.))

د خوست د دیني عالمانو او قومي مشرانو د غونډې په وروستۍ برخه کې یو شپږ ماده ییزپریکړه هم تصویب شو، په پریکړه کې هم راغلي ول، چې دوی په جلال اباد، مزارشریف، خوست او نورو سیمو کې د وسلوالو له لوري وروستي ترهګریز بریدونه غندي، د ټول ګټو ځایونو سوځول او د وسلوالو له لوري د ملکي خلکو یرغمل کول حرام بولي او د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG