د لاسرسي ځای

تازه خبر

روزګان : قوماندان ګلاب خان ووژل شو


مشال راډیو
مشال راډیو

افغان چارواکي وايي بيګا د جنوبي ولايت روزګان د امنيې سرپرست قوماندان جنرال ګلاب خان وژل شوی دی. د روزګان د والي يو وياند نن وويل چې ګلاب خان سره د هغه د يو ميلمه په ترينکوټ کې د پوليسو له قوماندانۍ بهر ووژل شو.

ګلاب خان تر دې مخکې د روزګان په امنيې قوماندانۍ کې د جنايي پېښو د تحقيقاتو د څانګې مشر وو.

نوموړی تر هغې وروسته سرپرست قوماندان وټاکل شو چې د ياد ولايت د پوليسو قوماندان تېره مياشت په يو ځانمرګي بريد کې ووژل شو. تر اوسه پورې د دې حملې زمه واري چا نه ده اخيستي.

د يو بل خبر ترمخه د افغانستان د بادغیس ولايت امنيه قوماندان جنرال جمعه عديل بيګا مشال ريډيو ته وويل چې د تېرو څلورو ورځو په عملياتو کې يې ۲۳ وسله وال وژلي دي چې بهرنيان هم پکې شامل دي. د هغه په خبره د ولايت په مختلفو سيمو کې شوو دي عملياتو پر مهال نهه پوليس هم وژل شوي دي.

په افغانستان کې په داسې حال کې د وسله والو لخوا پر حکومتي چارواکو او دفترونو بریدونه مخ په زیاتیدو دي چې د نړیوالو ځواکونو شمیر کم شوی او د امنیت چارې د افغان سرتیرو لخوا پرمخ وړل کیږي. افغان شنونکي انګیري چې د پسرلي په راتګ سره په هیواد کې یو وارې بیا د وسله والو طالبانو او نورو وسله والو ډلو بریدونه زیات شوي دي.

افغان حکومت د طالبانو ترڅنګ د اسلامي دولت وسله والې ډلې ( داعش ) سره هم لاس او ګریوان دی. د ننګرهار په جلال اباد کې په روانه میاشت کې د ترسره شوې خونړۍ ځانمرګې حملې پړه یادې ډلې قبوله کړې وه. خو ځیني راپورونه وايي د داعش پورې تړلو ځینو نورو کسانو بیا وروسته د مسولیت له قبولو انکار کړی و.

XS
SM
MD
LG