د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ډیورنډ کرښه مې نه منله ځکه سوله رانغله '


ولسمشر کرزي وويل چې د راتلونکې ګل «دوشنبې» پر ورځ به اشرف غني د نوي ولسمشر په توګه لوړه کوي او هغه ته داسې افغانستان پرېږدي چې د پخوا په نسبت يې ډير پرمختګ کړي او لا نورې ښې ورځې يې په مخ کې دي.

کابل: حامد کرزي د افغانستان ولسمشر په توګه په ارګ کې په خپله وروستۍ وینا کې کې وويل، ډېر کوښښ يې وکړ چې په سيمه کې سوله راشي خو پاکستان ترې د ډيورنډ کرښې رسميت غوښت نو ځکه سوله رانغله.

حامد کرزي، چې د سېشنبې پر ورځ په کابل کې له دولتي چارواکو سره د مخه ښې په غونډه کې خبرې کولې، وویل، چې پاکستان او امریکا په تېرو دیارلسو کلونو په افغانستان کې د خپلو غوښتنو په لټه کې وو.

حامد کرزی وويل چې امريکا او پاکستان په افغانستان کې خپل هدفونه لري ځکه خو سوله نه راځي.

پاکستان په تېرو وختونو کې ورته تورونه رد کړي.

ولسمشر حامدکرزي د ګڼو ملکونو ستاينه وکړه چې په تېرو څوارلسو کلونو کې يې له افغانستان سره له خلوصه ډکې مرستې کړي او زياته یې کړه چې له نوي حکومت سره به خپله همکاري ساتي.

ولسمشرحامد کرزي، چې د واک موده یې په ختمیدو ده، د لومړي ځل لپاره په واضحه توګه د پاکستان له غوښتنو پرده پورته کړه.

که څه هم ښاغلي کرزي، د امریکا اهداف او غوښتنې مشخصې نه کړې، خو زیاته یې کړه، چې پاکستان د ډیورند کرښې رسمي کیدو او د افغان حکومت بهرنۍ تګلارې کنټرول غوښتونکی وو.

ښاغلي کرزي په افغانستان کې د جګړې د دوام اساسي لاملونه هم د دې دواړو هیوادونو لاسوهنه وګڼله:

″د دې جنګ د خلاصون لپاره زما هڅه څوارلس کلنه شدید ترینه هڅه وه، شل ځلې پاکستان ته ولاړم، د سولې هڅه مو ډېره، ډېره، ډېره وکړه، خو نه کیده، دلایل یې هم معلوم وو، دلیل یې دا وو، چې امریکا دا سولې نه غوښته، خپل اهداف یې درلودل، دویم پاکستان له افغانستانه دوه شیه غوښتل، یو یې د ډیورند کرښې رسمیت غوښت، چې موږ ابدآ ورته حاضر نه وو، دویم یې د افغانستان د خارجي سیاست کنټرولول غوښت.″

حامد کرزي له دې وړاندې هم په امریکا او پاکستان ورته انتقادونه کړي وو او ویلې یې ول، چې د افغانستان سولې کیلي، د همدې هېوادونو په لاس کې ده.

خو امریکایي او پاکستاني چارواکو له دې وړاندې افغانستان سره د ښو اړیکو او همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلې یې دي، چې له افغان حکومت سره د ترهه ګرۍ ضد مبارزه کې ریښتونې همکاري کوي.

حامد کرزي له دولتي چارواکو سره په مخه ښه غونډه کې یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې که امریکا او پاکستان د افغانستان سولې لپاره عملي کار ونه کړي، په افغانستان کې سوله نشي راتلای.

ښاغلي کرزي، که څه هم د پاکستان ملکي چارواکو د صداقت یادونه وکړه، خو وې ویل، چې ځينې نورې کړۍ د پاکستان د دې چارواکو د صداقت مخه ونیسي:

″سوله ترهغو نه راځي، چې پاکستان او امریکا نه وي غوښتې، کله، چې دوی وغښتل بیا راځي، یو وضاحت باید ورکړم، چې په پاکستان کې د پاکستان ملکي واکمنان که زرداري صاحب وو او که نن میا نواز شریف صاحب دی، دوی جوړه غواړي، دوی هم له هند سره جوړه غواړي او هم یې له افغانستان سره غواړي، خو نه یې پرېږدي، نن چې کوم حالات په افغانستان کې روان دي، دا ټول پاکستان کې دننه د غرض لاسونه دي او بهرني لاسونه دي.″

XS
SM
MD
LG