د لاسرسي ځای

تازه خبر

عبدالله عبدالله تلونکی ولسمشر کرزی وستایلی


"د ملي یووالي حکومت به د افغانانو هیلې پوره کړي"
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:19 0:00

ډاکټر عبدالله عبدالله

ډاکټر عبدالله عبدالله هیله وښوده چې، د ملي یووالي حکومت به د ټولو افغانانو هیلې پوره کړي.

د افغانستان راتلونکي حکومت اجرایوي رییس عبدالله عبدالله وویل، دا اندیښنه باید نه وي موجوده چې دوه ټیمونه د هېواد د ویش لپاره یوځای شوي.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د لویې جرګې په خیمه کې یوې غونډې ته وویل، چې د ملي ګټو او یووالي په خاطرسره یولاس شوي نه دا چې افغانستان سره وویشي:

″موږ د افغانستان د وحدت لپاره سره یوځای شوي اوس به یو ټیم وي د ملي یووالي ټيم به وي ژمن به وي. زه پوره باورلرم چې دواړه ټیمونه به په ډېرښه نیت انشالله د افغانستان خلکو ته د خدمت په خاطر موږ ډېر ښه همکاران و اوسیږو.″

ښاغلي عبدالله وویل امنیت، سراسري سوله، د قانون حاکمیت، له فساد سره مبارزه، بشر او د ښځو حقونو ته درناوی، د دیني ارزښتونو ساتنه او له نړېوالې ټولنې سره د اړیکو ښه والی د ملي یووالي حکومت له پروګرامونو څخه دي.

هغه د دې ترڅنګ چې نوي منتخب ولسمشراشرف غني احمدزي ته یې مبارکي ورکړه د ولسمشر حامدکرزي د لاسته راوړنو او کړنو ستاینه یې وکړه.

عبدالله عبدالله د ولسمشر کرزي په واکمني کې د اپوزیسیون مشر و، خو دا لومړی ځل دی چې د هغه کارونه یې وستایل.

نوموړي وویل، د نوي منتخب ولسمشر د لوړې او د اجرایوي رییس له معرفي وروسته به په ګډه کار پیل کړي:

″څو ورځې وروسته د لوړې مراسم ترسره کیږي. د افغانستان نوی ولسمشرخلکو ته معرفي کیږي. اجرایوي ریاست او د وزیرانو شورا چې نوې رامنځته کېږي دا به افغانانو ته پيژندل کیږي. کار به پيلوو. د یوې او دوه ورځو کار به نه وي.″

XS
SM
MD
LG