د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د ننګرهار هسکه مینه تلپاتې امنیت غواړي”


د ننګرهارپه هسکې مينې ولسوالۍ کې د تیرې يکشنبې ورځې راهیسې د افغان ګډو ځواکونو له خوا عمليات پيل شوي، چې اوس هم روان دي.

د ننګرهارپه هسکې مينې ولسوالۍ کې د تیرې يکشنبې ورځې راهیسې د افغان ګډو ځواکونو له خوا عمليات پيل شوي، چې اوس هم روان دي.

د دې لپاره، چې د دې ولسوالۍ امنيتي وضعيت ښه روښانه شي او د عملياتو په اړه د خلکو نظرله ځانه سره ولرو یادې ولسوالۍ ته د تګ تکل مو وکړ.

د روانو عملياتو په پينځمه ورځ د پنجشنبې د سهار په اتو بجو د هسکې مينې ولسوالۍ په لور روان شو.

شاوخوا لس بجې وې،چې هسکې مينې ولسوالۍ ته ورسیدو دلته د سړک پر غاړو، تپو او د غونډې ګانو په لمنو کې یوازې امنيتي ځواکونه ليدل کیدل نه د سپين ږیرو د پیتاوو مجلسونه وو او نه هم د ځوانانو بنډارونه خو یوازې د ولسوالۍ ودانۍ ته مخامخ په یوه ښوونځي کې د ماشومانو ګڼه ګوڼه ډېره وه.

په دې ښوونځي کې امنيتي مسولینو ماشومانو نجونو او هلکانو ته ډاډ ورکاوه، چې امنيتي ځواکونه ستاسو امنیت ته راغلي او تاسې ته د د زده کړې زمینه برابروي.

وروسته یادو مسولینو د دې لیسې پر زده کوونکو قلم،کتابچې او د کتابونو بکسې وویشلې او دارنګه ښوونکو سره يي هم د ځينو توکو مرستې وکړې.

غرمه مهال د ولسوالۍ په ودانۍ کې د شاوخوا سيمو څخه سپین ږیري،قومي مشران او ځينې ځوانان هم راغونډ شوي وو.

دوی له امنيتي ځواکونو نه غوښتنه وکړه،چې د سیمې خلکو ته باید دايمي امنیت راولي ځکه د ناامنۍ له امله د دوی ژوند ورتریخ کړی دی:

"قومي سپین ږیری: په والله چې زموږ نامي سپین ږیري دلته شهیدان کړل، بس څوک یوځای وي څوک د بل ځای وي راشي تورې خولی يې په سر کړي وي د شپې مې له کوره وباسي ډز ډز سړی ختم کړي.

ګل خالق: دا ناست کسان ټول امنیت راوستو ته خوشاله دي تاسې سره همکار یو د ناامنۍ نه نور خلک تنګ شوي دي.

محمد عمر غورځنګ: خدای دې وکړي،چې دا امنیت مصنوعي نه وي او دايمي شي اوس خو وضعیت ښه شوی خو همداسې وساتي."

امنيتي ځواکونو خلکو ته ډاډ ورکړ،چې دوی به هیچاته اجازه ورنه کړي، چې ددې ولسوالۍامنيت ګډوډ کړي.

په همدې ولسوالۍ کې د ننګرهار امنیه قومندان فضل احمد شيرزاد ازادۍ راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وويل،چې د روانوعملياتو په لړکې دوی د دې ولسوالۍ ډيرې سیمې له وسله والو پاکې کړي او په ځينو سیمو کې د وسله والو سره په مخامخ نښته کې تر څلرویشت تنو پورې وسله وال وژلي او شپږ تنه نور يې زخميان کړي.

شیرزاد وويل،چې په نیږدې راتلوونکي کې به دې ولسوالۍ ته تر دوه سوو محلي پولیس هم ورمعرفي کړي:

"محلي پولیس به ددې خلکو امنیت ساتي شپه او ورځ به د دې ولس په خدمت کې وي انشالله په نیږدې وخت کې به تر دوو سوو محلي پولیسو پورې محلي پولیس دې ولسوالۍ کې فعاله کړو."

امنيتي ځواکونه وايي د دې عملياتو په لړ کې يې په ډېرو مهمو سیمو کې يې امنيتي پوستې هم فعاله کړي،چې له دې ډلې یو هم د خاتۍ غونډې پر سر د سرحدي پولیسو پوسته ده.

دهمدې پوستې په ځای کې په ختیځ زون کې د سرحدي پولیسو درستیز وال جنرال محمد ایوب حسین خیل مشال راډيو ته وويل دا سيمه د دوی لپاره ډېره مهمه ده،ځکه د دې غونډۍ په لمن کې پخوا وسله والو تګ راتګ کاوه او اوس د دې ولسوالۍ په فعالیدو سره يې لارې ور وتړلې:

"تاسې ویني دا پوسته په امنیت کې مهم رول لري،خکه مخکې کله،چې به په چپرهار،پچيراګام او شیرزادو ولسوالۍ کې وسله والو ته ضربه رسیده دوی به د دې لارې نه خپل زخميان انتقالول اوس تاسې ګوری لس قریه او دا لارې ددې پوستې د سینې لاندې پرتې دي او په ډاډ وایم،چې د وسله والو د تګ راتګ لاره بنده شوه."

په ختیځ زون کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د څلورمې پلې لوا قومندان برید جنرال دادان لونګ، چې د عملياتو مشري ورپه غاړه وه خپلو سرتیرو ته يې د عمليآتو لارښوونه کوله.

نوموړي ازادۍ راډيو ته وويل،چې ددې عملياتو وروسته به په نورو ولسواليو کې هم ورته عمليات ترسره کړي:

"موږ شاوخوا دیرش عملياتونه پلان کړي له دې وروسته زما د عملياتو دا لړۍ به نورو ولسواليو ته ځي په نورو ناامنو او لرو پرتو سیمو کې به هم دا ډول عمليات په نیږدې وخت کې به ترسره کړو".

د هسکې مينې ولسوال محمد حسن عثماني وايي په تیر کې، چې د ولسوالۍ امنيت خرابه وو،هیڅ یوې موسیسې هم زړه نه ښه کاوه،چې دې ولسوالۍ سره مرستې وکړي.

نوموړي پر موسیسو او مرستندويه ټولنو غږ وکړ،چې اوس امنیت خوندي شوی رادې شي او په دې سیمه کې دې په بیلابیلو برخو کې پروژې پلې کړي:

"مخکې موسیسات به دلته نه راتلل ویل به يي،چې ناامني ده زه اوس ورته ډاډ ورکوم،چې سل په سلو کې امنیت خوندي شوی له ټولو موسیساتونه مې غوښتنه ده،چې رادي شي او دلته دې د روغتیا په برخه کې سړکونو په برخه کې او نورو برخو کې دي پروژې پلې کړي."

که څه هم د هسکې مينې ولسوالۍ د عمليآتو په اړه وسله والو طالبانو وروستۍ نظر نه دی ورکړی، ولې د عمليآتو په پيل کې ازادۍ راډيو ته په راستولي پیغام کې ویلي وو،چې دوی امنيتي ځواکونو ته درانه تلفات اړولي،خو امنيتي چارواکو دا ادعا بې بنسټه بللې.

XS
SM
MD
LG