د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د رايو پلټنې د پای ته رسیدو اعلان تر یوې اوونۍ وځنډیده"


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، د جمهوري ریاست د انتخاباتو د رایو د پلټنې د بشپړیدو اعلان د یو لړ تخنیکي ستونزو له امله وځنډید.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، د جمهوري ریاست د انتخاباتو د رایو د پلټنې د بشپړیدو اعلان د یو لړ تخنیکي ستونزو له امله وځنډید.

د دې کمیسیون ريیس یوسف نورستاني د جمعې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د څلور زرو دوه سوه درې شپیته محلونو له جملې نه به د څلورسوه پنځه محلونو رایې له سره تفتیش شي.

دې کمیسیون ویلي و، چې د ټولو رایو د تفتیش بشپړیدل به د جمعې په ورځ اعلان کړي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون یوسف نورستانی وایي، د جمهوري ریاست د انتخاباتو د رایو بشپړ پلټنې به د راتلونکې اوونۍ د یکشنبې په ورځ اعلان شي.

نورستاني د جمعې په ورځ په کابل کې خبریالانوته وویل، د یو لړ تخنیکي ستونزو له امله ونه توانیدل چې د انتخاباتو د ټولو رایو د تفتیش بشپړیدل له ژمنې سره سم اعلان کړي.

ده وویل، دا اعلان به د څلورسوه پنځه محلونو د رایو د بیا تفتش وروسته وشي:

″د ۴۰۵صندوقونو تشخیص روان دی،زموږ کارکوونکی له غرمې راوروسته په ګودامونو کې د صندوقونو په تشخیص بوخت دي.

انشالله راتلونکې یکشنبې ورځ د تفتیش اخري ورځ ده.″

نورستاني وویل، یاد څلور پنځه محلونه، یو دیرش ولایتونو پورې اړه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو خپلواک ژمنه کړې وه چی د انتخاباتو د ټولو رایو د تفتش بشپړیدل به د جمعې په ورځ اعلان کړې.

د دې کمیسیون مسئولنیو وویل، د یادو څلورسوه پنځه محلونو د رایو بیا پلټنې به د انتخاباتو د پروسې پرشفافیت مثبت اثر وکړي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ريیس دا هم وویل، د رایو د تفتیش پروسه د کورنیو او بهرنیو څارونکو او د ملګروملتو د استازو په موجودیت کې په شفافه توګه پرمخ تللی او هیله ده، دواړه کاندیدان یې نتایج ومني:

″هیڅ داسې دلیل نشته چې انتخاباتي ټیمونه د تفتیش پایلې ونه مني، ددې لپاره چې ټول چک لستونه او ټول معیارونه چې هغوي پیشنهاد کړي وو، د نړېوالې ټولنې له خوا ومنل شو، چې ددوی او د نړېوالو څارونکو له خوا څیړل شوي ول.″

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مسئولین وایي، د رایو د پلټنې د بشپړیدو له اعلان وروسته به د پلټنې نتیجه د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ته د اته څلویښت ساعتونو لپاره واستول شي څو رایو پلټنې او د کاندیدانو شکایتونه بررسي کړي.

مسئولینو وویل، دا پروسه به لږه موده ونیسي او د رایو د تفتیش نتیجه به په راتلونکي اوونۍ اعلان کړي.

راپور: خان محمد ″سیند″

XS
SM
MD
LG