پامیر ساحل د مشال راډیو خبریال دی چې د سیمې پر امنیتي او سیاسي موضوعاتو رپورټونه جوړوي.
د کرښې پر غاړه په نننۍ خپرونه کې د شمالي وزیرستان د کډوالو ستونزو په اړه غږېږو. د پاکستان پوځ وايي، د شمالي وزیرستان ۹۵٪ سیمه له وسله والو پاکه شوې ده، نو کډوال ولې نه استول کېږي؟
د جمهوریت خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست د جمهوریت په نننۍ خپرونه کې د مدني ټولنې یا سېول سوسایټۍ او د دې له جمهوریت سره د تړاو په اړه غږېدلي یو.
د جمهوریت خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. اورېدونکو د اګست له ۱۴مې نېټې په پاکستان کې د منتخب حکومت ړنګولو په موخه د پاکستان تحریک انصاف او پاکستان عوامي تحریک لاریون یا لانګ مارچ پیل شو چې وروسته په اسلام اباد کې پر احتجاجي ناستې بدل شو.
په اسلام اباد کې چې د پاکستان تحریک انصاف او عوامي تحریک احتجاج کوونکي کله د پارلېمان مخې ته ورسېدل او ګواښ یې وکړ چې دوی به د وزیراعظم کور ته ننوځي نو تر دې وروسته د پاکستان پوځ عامه اړیکو دفتر په یوه بیان کې پر حکومت او احتجاج کوونکو غږ وکړ چې د خبرو اترو له لارې دې مسلې هوارې کړي.
د سیاسیاتو استاد ډاکتر رسول بخش رییس په اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼه کې لیکي، د طاهر القادري اوسنی ((انقلاب)) مارچ باید خلک پر دې خبرې سوچ کولو ته مجبوره کړي چې د واک تر لاسه کولو لپاره د مذهب استعمال په ټولنه کې پرته له شخړو بل هېڅ شی نشي پیدا کولای.
له هغې ورځې راهیسې د پاکستان رسنۍ په مسلسله توګه د دې ناستو په اړه رپورټونه او ژوندۍ خپرونې خپروي. د عمران خان او طاهر القادري په مشرۍ د پاکستان مسلم لیګ (ن) اېتلافي حکومت د ړنګولو لپاره دا احتجاجي ناسته پر داسې مهال کېږي چې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پر ضد د پاکستاني پوځ
په برتانیا کې پولیسو یو کانټینر نیولی دی چې پکې شاوخوا ۳۵ افغان سېکان پراته ول. په دې کسانو کې له ماشومانو نیولې تر پاخه عمر لرونکي کسان دي.
د جمهوریت په نننۍ خپرونه کې په افغانستان کې د ولسمشرۍ د دوو نوماندانو تر منځ د موافقې پر بېلا بېلو اړخونو غږېږو. په بحث کې به واورئ چې دا هوکړه یا موافقه د افغانستان د جمهوریت په ګټه ده او که تاوان؟
په اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼه کې څېړونکې ډاکتره عایشه صدیقه لیکي، کله چې دا ماشومه وه نو د پاکستان د خپلواکۍ ورځ لمانځلو زیاته هڅه نه غوښتله.
د بابړې پېښې پر خدايي خدمتګار غورځنګ اغېز، په دې وژنو کې د خان عبدالقیوم خان رول، بیا څو لسیزې وروسته د خان قیوم په بلوچستان کې په وژنو کې ککړتیا او په دې وروستیو کې په لاهور کې د ماډل ټاون وژنې او د پاکستان دولت یا ریاست په کړه وړه
په افغانستان کې د ولسمشرۍ دویم پړاو تر ټاکنو وروسته د پیدا شوي بحران هواري په موخه، څو ورځې مخکې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د دواړو نوماندانو تر منځ د یوې موافقې یا هوکړې منځګړتوب وکړ.
اورېدونکو په جمهوریت خپرونه کې د تحفظ پاکستان قانون په اړه له سیاستوالانو او پوهانو سره غږېدلي یو. په خپرونه کې به واورئ چې دا قانون ولې سینېټ او قامي اسمبلۍ منظور کړ او د دې قانون اثرات څه کېدای شي؟
د مشال راډيو د اختر ځانګړو خپرونو په لړ کې مو درته دا ځل هم مشاعره راوړې ده. د مشاعرې کوربانه هارون باچا او پامیر ساحل دي او په خپرونه کې په متحده عرب اماراتو کې مېشت ممتاز اورکزی او د کابل اوسېدونکی طایر ځلاند نه یوازې خپل کلامونه اوروي بلکې د ادب او ژوند په اړه خبرې هم کوي.
د جمهوریت په خپرونه کې په یوه ټولنه یا هېواد کې د انصاف د تصور او د دې له جمهوریت سره د تړاو په اړه بحث شوی دی.
د جمهوریت په نننۍ خپرونه کې د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو تر دویم پړاو وروسته د بحران او بیا د بحران هواري لپاره پر موافقې غږېږو. وا به ورئ چې دا ډول بحرانونه او د دې په نتیجه کې سیاسي جوړ جاړي د هغه هېواد پر ډیموکراسۍ څه اغېز لري؟
د جمهوریت په نننۍ خپرونه کې په یوه ټولنه یا هېواد کې د انصاف د تصور او د دې له جمهوریت سره د تړاو په اړه بحث شوی دی.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، افغانستان دا مهال له یوه ستونزمن حالت سره مخامخ دی. د ولسمشرۍ د څوکۍ نوماند عبدالله عبدالله پلویانو په هېواد کې د موازي یا متوازي حکومت د ګواښ او انتخاباتو ته د کودتا په نوم ورکولو سره افغانستان یوه خطرناک لوري ته بیايي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري خبرداری ورکړی دی چې په افغانستان کې د واک تر لاسه کولو لپاره هر ډول ناقانونه عمل به له هغه هېواد سره د نړیوالو مرستو په زیان تمام شي.
د پاکستان د مالي چارو پخوانی وزیر شاهد جاوېد برکي لیکي، وسله والې ډلې په قبایلي سیمو کې له پټنځایونو خپل عملیات کوي او د پاکستان په نورو برخو کې له بېلا بېلو سازمانونو سره تړلي دي.
نور وښیئ