پراګ - د ۱۹۴۸ز کال د اګست پر ۱۲مه د پاکستان حکومت په بابړه کې د خدايي خدمتګارانو پر احتجاج کوونکو ډزې وکړې او په سلګونه کسان یې ووژل.
په هغه وخت کې خان عبدالقیوم خان د پښتونخوا مشر وو او محمد علي جناح د پاکستان ګورنر جنرل وو.
د بابړې پېښې پر خدايي خدمتګار غورځنګ اغېز، په دې وژنو کې د خان عبدالقیوم خان رول، بیا څو لسیزې وروسته د خان قیوم په بلوچستان کې په وژنو کې ککړتیا او په دې وروستیو کې په لاهور کې د ماډل ټاون وژنې او د پاکستان دولت یا ریاست په کړه وړه کې بدلون - پر دې هر څه مو په امریکا کې د سیاسي چارو له پوه ډاکتر محمد تقي سره خبرې کړې دي.
له نوموړي مو پوښتلي چې د بابړې وژنو د خدايي خدمتګار تحریک پر مفکورې یا له دې فکر سره د تړلیو خلکو پر مفکورو څه اغېز وکړ؟
له ډاکتر محمد تقي سره مرکه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
-
پامیر ساحل
پامیر ساحل د ۲۰۱۰ز کال له فبرورۍ څخه د ۲۰۲۶ز کال د مارچ تر پایه له مشال راډيو سره د کار پر مهال د افغانستان، پاکستان، سیمې او نړۍ پر سیاسي، امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو چارو خبریالي کړې ده.