د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د افغانستان ملي یووالي حکومت ته هرکلی وايو'


د پاکستان وزیراعظم میانواز شریف د سې شنبې پر ورځ د افغانستان نوي ټاکل شوي ولسمشر اشرف غني او د ولسمشرۍ بل نوماند عبدالله عبدالله ته ټیلي فون وکړ.

د پاکستان دولتي راډیو وايي، نواز شریف دواړو افغان مشرانو ته مبارکي ورکړه او اسلام اباد ته د ورتګ بلنه یې ورکړه.

تر دې مخکې د پاکستان پیپلز ګوند شریک مشر او د پاکستان پخواني ولسمشر اصف علي زرداري په افغانستان کې د سېپټېمبر پر ۲۱مه د ملي یووالي د حکومت توافق هرکلی وکړ.

د زرداري ویاند فرحت الله بابر د پاکستان نیوز ورځپاڼې ته وویل، د غني او عبدالله هوکړه به افغانستان ((نوي پړاو)) ته داخل کړي او دا چې دوی هیله لري چې ((نه یوازې په افغانستان بلکې په ګاونډيو هېوادونو او سیمه کې)) به سوله او ثبات راشي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو مشر سینېټر عبدالروف لالا مشال راډیو ته وویل، د ملي یووالي حکومت موافقه د افغانستان د ولس د ښه راتلونکې لپاره مهم رول لري:

((پښتونخوا ملي عوامي پارټي د افغان ملت د ۳۰ کلنو ستونزو، د مرګونو، د شهیدانو، د کړاوونو، د دردونو بعد چې نن زموږ په لرغوني وطن کې، له هر اړخه یو داسې د روغې جوړې او ورورګلوۍ مجلسونه مخې ته راځي – پر دې زموږ زړونه، فکر او ټول نظر مو هغه هدف ته رسېږي چې زموږ د قام او ملت ارمانونه وو. نو دا پخپله د افغان ولس او ملت د سباوون [ټاکلو] او د دوی د دې ستونزو په ختمولو کې یو ډېر مهم رول لري.))

د عوامي نیشنل ګوند یو مشر سېنېټر زاهد خان وايي، د دوی ګوند په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ته د مبارکۍ یو لیک وروړي ځکه چې ((د پښتنو د لوی کور)) دننه شوې معاهده د مبارکۍ وړ ده:

((چې د دوی (غني او عبدالله) دا سوله وشوه نو یو خو هغه خبرې ورکې شوې چې چا به ویل چې افغانستان به تقسیمېږي – پښتانه او دا نور قامونه به جدا کېږي – نو هغه خبره له منځه لاړه. افغانستان یو تاریخي ملک دی، او چونکې زموږ وابستګي هم له هغوی سره ده، نو موږ خو په اوله ورځ، اسفندیار خان صاحب ورته مبارکي ورکړه، او انشاء الله موږ افغان [سفارت] ته د مبارکۍ، د خیر سګالۍ یو [لیک] وروړو او هغوی ته به یې حواله کوو. د پښتنو هغه غټ کور چې ورته د ټولو پښتنو سترګې دي، نو چې د دوی دواړو – د عبدالله عبدالله او اشرف غني – تر منځ معاهده وشوه نو دا یو ښه پېشرفت دی، او موږه دوی ته مبارکي ورکوو.))

په پاکستان کې د هغه هېواد د پوځ په اړه ویل کېږي چې د بهرنیو چارو په تګلاره او بالخصوص د افغانستان او هند په اړه د تګلارې په ټاکلو کې مهم رول لري. د هغه هېواد پوځ د کابل نوي حکومت ته په څه نظر ګوري؟

په اسلام اباد کې د دفاعي چارو پوه او د پاکستان پوځ پخوانی جنرال طلعت مسعود وايي، د پاکستان پوځ په افغانستان کې د اشرف غني او عبدالله عبدالله هوکړې ته په مثبته سترګه ګوري:

((له یو طرفه خو دا ډېر ښه کار وشو چې موافقه وشوه. خو [له بلې خوا] دا باید وګورو چې د دې توافق عملي کول خو به ناکامه نشي!! زما په اند، د [پاکستان پوځ] دې [موافقې] ته په مثبته سترګه ګوري ځکه چې تاسې پوهېږئ چې د افغانستان ثبات د پاکستان لپاره ډېر مهم دی. تجربه ښيي چې کله هم افغانستان باثباته وي نو پر پاکستان مثبت اثرات لري.))

د افغانستان د ملي یووالي حکومت د توافق په اړه د جمیعت علمای اسلام (ف) ډلې ویاند جان محمد اڅکزي مشال راډيو ته وویل چې د ګوند تر غونډې وروسته به په دې اړه رسمي دریځ ښکاره کړای شي. اڅکزي وخت راکړ خو تر ټاکلي وخت وروسته په بیا بیا پر رابطې کولو سربېره د هغه ګوند د دریځ په مالومولو کې ناکامه شو.

همداراز، د جماعت اسلامي او قامي وطن پارټۍ له مشرانو سره هم په رابطې کې بریا تر لاسه نه شوه.

XS
SM
MD
LG