د لاسرسي ځای

تازه خبر

د منتخب حکومت ضد لاریونونو کې د رسنیو کردار


اورېدونکو د اګست له ۱۴مې نېټې په پاکستان کې د منتخب حکومت ړنګولو په موخه د پاکستان تحریک انصاف او پاکستان عوامي تحریک لاریون یا لانګ مارچ پیل شو چې وروسته په اسلام اباد کې پر احتجاجي ناستې بدل شو.

له هغې ورځې راهیسې د پاکستان رسنۍ په مسلسله توګه د دې ناستو په اړه رپورټونه او ژوندۍ خپرونې خپروي. د عمران خان او طاهر القادري په مشرۍ د پاکستان مسلم لیګ (ن) اېتلافي حکومت د ړنګولو لپاره دا احتجاجي ناسته پر داسې مهال کېږي چې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پر ضد د پاکستاني پوځ عملیات روان دي. د دې عملیاتو له کبله په لکونه خلک کډوال شوي دي.

د پاکستان رسنۍ او بالخصوص خبري ټیلي وېژنونه هره ورځ ۲۴ ساعته د عمران خان او طاهر القادري احتجاج په اړه خپرونې خپروي او د دې دوو مشرانو په ساعتونو اوږدې ویناګانې د ورځې او شپې په بیا بیا خپروي. خو که د وزیرستان عملیاتو، د کډوالو ژوند او له دې سره سره د پاکستان دننه نورو مسلو ته وګورو نو دا رسنۍ د هغوی په اړه یا یوازې یو خبر خپروي او یا هم ټېکر یا په پټۍ کې هغه خبر نشروي.

د بېلګې په توګه، څو ورځې مخکې په پېښور کې بارانونو شاوخوا ۲۰ کسان ووژل او لسګونه یې ژوبل کړل، په خضدرا کې د ډله ییز قبر موندلو رپورټ خپور شو، په کوټه کې د پاکستان امنیتي ځواکونو پر دوو هوايي اډو بریدونه وشول، د سې شنبې پر ورځ په باجوړ کې چاودنه وشوه چې پکې درې ښځینه استادانې ووژل شوې او په پاړه چنار کې د اهل تشیع احتجاجي ناسته هم له اوونیو راهیسې روانه ده. دا ټولې پېښې د پاکستان په برېښنايي رسنیو کې هومره ځای ولې نه مومي لکه د اسلام اباد اوسنۍ احتجاجي ناستې؟ همداراز، د پاکستان ځينې رسنۍ ایا د خبریالۍ له اصولو سره سم د اسلام اباد د دې ناستو په اړه رپورټونه خپروي او که څنګه؟ له دې علاوه، په پاکستان کې زیاتره واکمن او د اپوزیشن ګوندونه د عمران خان او قادري ناستو ته د ناجمهوري فعالیت په سترګه ګوري، رسنۍ چې دوی ته دومره زیات وخت ورکوي ایا دا د ولس د نظر بدلولو او ایا دا د نا جمهوري عمل د مرستې وړتیا یا صلاحیت لري او که نه؟
دا او نورې پوښتنې په نننۍ خپرونه کې له دوو نومیالیو پوهانو سره څېړو.

زما لومړی مېلمه په پېښور کې د سیاسي او ټولنیزو چارو پوه ډاکتر خادم حسین دی. دی د پاکستان په پوهنتونونو کې استاد هم پاتې شوی دی، او دا مهال د باچا خان تعلیمي بنسټ د مشر په توګه دنده تر سره کوي. ډاکتر حسین په پاکستان کې د وسله والۍ د مفکورې په اړه د (مېلېټنټ ډېسکورس) په نوم کتاب لیکلی دی او پر ټولنیزو، ژبپوهنیزو، سیاسي، نظریاتي، وسله والۍ، سختدریځۍ، امنیتي او عدم تشدد وخت په وخت لیکنې کوي.

زما دویم مېلمه په کوټه کې د ډان ورځپاڼې خبریال سید علي شاه دی. دی له اوږدې مودې راهیسې د بلوچستان په اړه خبریالي کوي، لیکنې کوي او څېړنیز او پلټنیز رپورټونه خپروي. د بلوچستان تاریخ، هلته د روانې ملتپالې وسله والې مبارزې، په بلوچستان کې د پښتون مېشته سیمو حالات، د بلوچستان بېلا بېل توکمونه، هلته د سیاسي ګوندونو او سیاسي فعالیتونو او ناامنۍ او ترهګرۍ د چارو پوه دی. سید علي شاه، وخت په وخت، د پاکستان د رسنیو پر کار او د هغه هېواد په ټولنه کې د رسنیو د کردار په اړه نظر ورکوي.

خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

د منتخب حکومت ضد په لاریونونو کې د رسنیو کردار
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:47:37 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG