د لاسرسي ځای

تازه خبر

احتجاجي ناستې او د جمهوریت ګټه او تاوان

د جمهوریت خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. اورېدونکو د اګست له ۱۴مې نېټې په پاکستان کې د منتخب حکومت ړنګولو په موخه د پاکستان تحریک انصاف او پاکستان عوامي تحریک لاریون یا لانګ مارچ پیل شو چې وروسته په اسلام اباد کې پر احتجاجي ناستې بدل شو.

د عمران خان او طاهر القادري په مشرۍ دواړه ډلې په پاکستان کې د حکومت ختمول، انتخاباتي اصلاحات او نوي انتخابات کول غواړي. طاهر القادري وايي، داسې انقلاب راوستل غواړي چې په پاکستان کې ټول نظام بدل کړي.

پوښتنه دا ده چې احتجاجي ناستې ایا له جمهوري اصولو سره سمون خوري او که نه؟ همدا راز، د مظاهرو، احتجاجونو او ناستو جمهوریت ته څومره ګټه یا تاوان رسېږي؟ د عمران خان او طاهر القادري په احتجاجي ناستو کې څومره فرق دی؟ دوی د خپلو غوښتنو د پوره کولو نورې لارې لرلې او که نه؟ ایا د تحریک انصاف او پاکستان عوامي تحریک احتجاجونه د پاکستان د ټول ولس استازیتوب کوي او که نه؟

دا او نورې پوښتنې مو په خپرونه کې له پوهانو سره څېړلې دي چې تاسې یې د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

احتجاجي ناستې او د جمهوریت ګټه او تاوان
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:11:51 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG