د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان او امریکا امنیتي تړون لاسلیک کړ


د افغانستان ملي امنیت شورا مشر حنیف اتمر او په کابل کې د امریکا سفیر جېمز کنېنګم د کابل و واشنګټن تر منځ د امنیتي همکاریو تړون لاسلیک کړ. ۳۰م سیپټېمبر ۲۰۱۴
د افغانستان ملي امنیت شورا مشر حنیف اتمر او په کابل کې د امریکا سفیر جېمز کنېنګم د کابل و واشنګټن تر منځ د امنیتي همکاریو تړون لاسلیک کړ. ۳۰م سیپټېمبر ۲۰۱۴

د سې شنبې پر ورځ په ارګ کې د افغانستان د ملي امنیت شورا نوي مشر حنیف اتمر او په کابل کې د امریکا سفیر جېمز کنېنګم د کابل و واشنګټن تر منځ د امنیتي همکاریو تړون لاسلیک کړ.

د سېشنبې پر ورځ په ارګ کې د افغانستان د ملي امنیت شورا نوي مشر حنیف اتمر او په کابل کې د امریکا سفیر جېمز کنېنګم د کابل و واشنګټن تر منځ د امنیتي همکاریو تړون لاسلیک کړ.

د تړون تر مخه به امریکايي ځواکونه وکولای شي چې د روان کال (۲۰۱۴ز) تر پای وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي.

له واشنګټن سره د امنیتي همکاریو تړون ته ورته یو بل هغه هم تېره ورځ د کابل و ناټو په استازیتوب حنیف اتمر او موریڅ یوخېمز لاسلیک کړ.

د دواړو تړونونو تر لاسلیک وروسته ولسمشر اشرف غني احمدزي د پخواني ولسمشر حامد کرزي ستاینه وکړه چې په دې ترځ کې یې له زیاره کار اخیستی وو او د امنیتي همکاریو د تړون هره برخه یې ارزولې وه.

غني د خپلې وینا پر مهال وویل، له واشنګټن سره شوی تړون د افغانستان یوه ګاونډي هېواد ته هم خطر نه مخامخوي:

((له دې قرارداده زموږ ګاونډیو ته هېڅ ګواښ نه ولاړېږي. د افغانستان هېڅ ګاونډی باید د دې تړون په تناظر کې ځان په خطر کې احساس نه کړي ځکه چې دا تړون یوازې او یوازې د افغانستان د ثبات او سوکالۍ لپاره کېږي.))

اشرف غني احمدزي زیاته کړه، د امنیتي همکاریو د سند تر مخه به د افغانستان خاورې ته د ولاړو ((جدي خطرونو)) مخنیوی شونی شي.

تر تړون وروسته د وینا پر مهال په کابل کې د امریکا سفیر جېمز کنېنګم وویل، د امنیتي همکاریو سند له افغانستان سره د امریکا مرستو او په هغه هېواد کې د ناټو د نوي ماموریت لپاره لار هواروي.

کنېنګم زیاته کړه، دا تړون به له افغانستان سره سره د سیمې د ثبات په ټینګولو کې هم مرسته وکړي.

تېر کال په کابل کې شوې لویې جرګې له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیکولو منظوري ورکړې وه خو دا تړون د پخواني ولسمشر حامد کرزي د نه لاسلیکولو له کبله د اوږد ځنډ ښکار وو.

XS
SM
MD
LG