د لاسرسي ځای

تازه خبر

”د واک تر لاسه کولو لپاره د مذهب استعمال تل تاوتریخوالی زېږوي “


د سیاسیاتو استاد ډاکتر رسول بخش رییس په اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼه کې لیکي، د طاهر القادري اوسنی ((انقلاب)) مارچ باید خلک پر دې خبرې سوچ کولو ته مجبوره کړي چې د واک تر لاسه کولو لپاره د مذهب استعمال په ټولنه کې پرته له شخړو بل هېڅ شی نشي پیدا کولای.

د سیاسیاتو استاد ډاکتر رسول بخش رییس په اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼه کې لیکي، د طاهر القادري اوسنی ((انقلاب)) مارچ باید خلک پر دې خبرې سوچ کولو ته مجبوره کړي چې د واک تر لاسه کولو لپاره د مذهب استعمال په ټولنه کې پرته له شخړو بل هېڅ شی نشي پیدا کولای.

ډاکتر رییس وايي، پخوانیو او اوسنیو واکمنانو او پر مذهب ولاړ سیاسي تحریکونو تل د مخالفانو او د ولسي وګړو پر وړاندې د تاوتریخوالي استعمال قانوني ګرځولی دی. په تاریخ کې تر ټولو زیاتې وژونکې جګړې د مذهب په نوم شوې دي. د دې لامل دا دی چې د واک تر لاسه کولو لپاره د مذهب او مذهبي تحریکونو یا غورځنګونو پلویان خپلو مشرانو ته له حده زیات اختیار ورکوي. له دې عمل سره، د منطق او عقل ټولې دروازې تړل کېږي.

له مذهبي مشر سره د ده د پلویانو تعلق، له یوه سیاستوال سره د هغه د پلویانو له تعلقه ډېر مختلف وي.

ډاکتر رسول بخش رییس وايي، تاریخ شاهد دی چې کله هم مذهبي مشران راپاڅېدلي دي نو پلویان یې په ړندو سترګو ملاتړ کوي او دا مشران بیا د پاکې او ښې ټولنې د جوړولو په نوم خپل پلویان د تاوتریخوالي یا تشدد لوري ته بیايي.

لیکوال وايي، دی له نورو هېوادونو مثالونو ته ځکه اړتیا نه لري چې په پاکستان کې دا ټولې بېلګې موجودې دي. دی وېره څرګندوي چې کېدای شي د طاهر القادري پلویان بالاخره د قانون له عملي کوونکو ادارو یا امنیتي سرتېرو سره نښته پیل کړي.

دی وايي، د طالبانو له یاغیتوبه واخله تر فرقه ییز تاوتریخوالي او ترهګرۍ پورې د هر څه نیلې یا جرړې د واک تر لاسه کولو لپاره د مذهب په استعمال کې دي. دی وايي، باور لري چې ایمان، فلسفه یا مذهب افرادو ته د هغوی د وجود او ژوند په اړه د پوښتنو ځوابونه ورکوي، او د سولې درس ورکوي خو دا کار یوازې هغه وخت کېدای شي چې د واک تر لاسه کولو لپاره له مذهب او مذهبي لارو کار وانخیستای شي.

پروفیسر رسول بخش رییس لیکي، ځینې مشران هغه وخت مذهب واک ته د رسېدو د لار په توګه کاروي چې ورسره خلکو ته د واضحې، منظمې او عملي کېدونکې تګلارې وړاندې کولو لپاره بل هېڅ نه وي. په دې لړ کې دوی اکثر د پاکستان نظریې خبره کوي او وايي، پاکستان یو نظریاتي هېواد دی.

لیکوال دریځ لري چې د نړۍ هر هېواد نظریاتي دی. هر هېواد د خپل واک، ټولنیز نظم، اقتصادي او سیاسي ژوند لپاره یوه نظریه یا د بېلا بېلو نظریو یوه مجموعه لري. نو د نظریې له خبرې سره اصلاً د بېلا بېلو او متضادو مذهبې فرقو کسان ټولنیز او سیاسي واک تر لاسه کول غواړي.

په اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼه کې ډاکتر رسول بخش رییس زیاتوي، د واک لپاره د مذهب کارونې، په مختلفو وختونو کې د ټولنې امن او ثبات ته ډېر زیات تاوان رسولی دی نو ځکه د سیاسي مسلو هواري لپاره باید یوازې سیاسي لارې استعمالې کړل شي او دا لارې یوازې د ایین او جمهوریت دي چې تر مخه یې قانوني حکومت جوړېږي.

XS
SM
MD
LG