د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان د کډوالو پوښتنه به څوک کوي؟


د کرښې پر غاړه په نننۍ خپرونه کې د شمالي وزیرستان د کډوالو ستونزو په اړه غږېږو. د پاکستان پوځ وايي، د شمالي وزیرستان ۹۵٪ سیمه له وسله والو پاکه شوې ده، نو کډوال ولې نه استول کېږي؟

د کرښې پر غاړه په نننۍ خپرونه کې د شمالي وزیرستان د کډوالو ستونزو په اړه غږېږو. د پاکستان پوځ وايي، د شمالي وزیرستان ۹۵٪ سیمه له وسله والو پاکه شوې ده، نو کډوال ولې نه استول کېږي؟

همدا راز، د اېف ار بنو په بکه خېلو کیمپ کې د ډاکترانو په وینا، دوا ګانې کمې دي، پاکې اوبه نشته، د صفایۍ نظام نشته. او د شمالي وزیرستان غیر رجسټر شوي کډوال مرستې نشي ترلاسه کولای. د شمالي وزیرستان د کډوالو ماشومان به کومو سکولونو ته ځي؟

دا او نورې مسلې له درو مېلمنو سره څېړو.
زموږ لومړی مېلمه عزیز الله خان دی. دی د ډېره اسماعیل خان په ګومل پوهنتون کې د سیاسیاتو استاد دی.

دویم مېلمه مو، ایاز وزیر دی. دی پخوانی ډېپلوماټ دی، د وزیرستان دی او د قبایلي سیمو دود، دستور او ژوند ژوره پوهه لري.

درېیم مېلمه مو ګل صالح جان دی. دی د شمالي وزیرستان د ولس یو مشر دی او دا مهال په خپله په بنو کې د کډوالۍ ژوند تېروي.
خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

د شمالي وزیرستان د کډوالو پوښتنه به څوک کوي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:49:28 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG