د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایا خلک په ریښتینې خوشالۍ د پاکستان خپلواکۍ ورځ لمانځي او که څنګه؟


په اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼه کې څېړونکې ډاکتره عایشه صدیقه لیکي، کله چې دا ماشومه وه نو د پاکستان د خپلواکۍ ورځ لمانځلو زیاته هڅه نه غوښتله.

په اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼه کې څېړونکې ډاکتره عایشه صدیقه لیکي، کله چې دا ماشومه وه نو د پاکستان د خپلواکۍ ورځ لمانځلو زیاته هڅه نه غوښتله. په بله مانا، دا ورځ ګرانه نه تمامېده. نوموړې وايي، په هغه وخت کې دا فشار پر خلکو نه وو چې د پاکستان بیرغ دې ولمانځي او یا دې د دې سپکاوی وکړي.

نوموړې وايي، په ۱۹۷۰ز لسیزې کې خلک پر دې نه ارزول کېدل چې ایا پر خپل کور یې د پاکستان بیرغ ځړولی دی او یا د بیرغ یا جنډې د رنګ جامې یې اغوستې دي او که نه؟ په هغه وخت کې د ملتپالنې مانا دا وه چې یو کس د هېواد په کچ څوک دی او همداراز، خپله انفرادي پېژندګلوي یا شناخت یې څه دی.

عایشه صدیقه وايي، البته په ۱۹۶۰ز لسیزې کې د مشرقي پاکستان ولس ته پر دې سزا ورکول کېده چې هغوی ولې د پاکستانیت یا د پاکستانۍ ملتپالۍ فارمولا نه مني. په هغه وخت کې دا یوه ګناه شوه چې د هغه هېواد د وګړي په توګه دې یو کس خپل حقونه وغواړي.

د لیکوالې په اند، خو په تېرو ۳۰ کلونو کې په پاکستان کې د ملتپالۍ تصور او عمل بدل شو. دا بدلون اصلاً د محمد علي جناح فکر وو چې پاکستان یې جوړ کړ. جناح هغه وخت ((صوباییت ته د ناروغۍ)) نوم ورکړی وو. که څه هم جناح نه غوښتل چې له پاکستانه یو مذهبي نظام لرونکی ریاست جوړ شي خو هغه دا هیله ضرور لرله چې د هېواد انجن په یوه مرکزي فکر او نظر وچلوي. او دا فکر د یوه هویت یا شناخت، یوې ژبې او یو فرهنګ یا ثقافت فکر وو.

عایشه صدیقه وايي، په دې عمل کې جناح د دولت یا ریاست په جوړولو کې نسل یا توکم پر مذهبي ملتپالنې وربدل کړ. د دې فکر عملي کول ډېر مشکل کار وو او دی پخپله هم پر دې پوهېده. ځکه چې کله چې هغه د پاکستان پر دواړو برخو یانې مغربي او مشرقي پاکستان یوه ژبه یانې اردو ورنافذوله نو پوه شو چې دا ډېر ګران کار دی.

لیکواله وايي، تر هغې وروسته د پاکستان بیوروکراسۍ هڅې وکړې چې د یو ډول ملتپالۍ دودولو او نافذولو لپاره کار وکړي. په دې بهیر کې پوځي چاوڼۍ جوړې کړل شوې، خلک په پوځ کې برتي یا داخل کړل شول او د نسلي ملتپالنۍ پر ضد جګړه وکړل شوه. په دې عمل تاوتریخوالی او ورانی یا تباهي کارول کېږي.

اصلاً دولت غواړي چې د اوږدمهاله ګټو تر لاسه کولو لپاره باید د نسلي ملتپالنې زور ډېر کم کړل شي. د ریاست بیوروکراسي فکر کوي چې د هېواد دښمنه قوتونه په پاکستان کې نسلي یا توکمیزې ملتپالنې ته لمن وهي.

نو له دې سره له تاوتریخوالي کار اخیستل او وژنې یا قتل عام کولو ته لار برابرېږډاکتره صدیقه په خپله لیکنه کې وايي، د پاکستان مشرانو په تاریخي توګه د دې صلاحیت یا وړتیا و نه لرله چې په هېواد کې تنوع یا د هر نسل او ډلو د کسانو پر جذبېدو پوه شي.

نو ځکه یې مذهبي ملتپالنې ته لار برابره کړه. د پاکستان له جوړېدو سره سم، د پاکستان د بهرنیو چارو لومړي وزیر سر ظفر الله خان په ۱۹۴۹ز کال کې د پاکستان په قانون سازې اسمبلۍ کې د وینا پر وخت د دولت جوړونې او سیاست لپاره مذهب، لومړی اصل وګرځاوه. ده په هم هغه وخت کې قرارداد مقاصد وړاندې کړ.

عایشه صدیقه زیاتوي، پاکستان په مسلسله توګه له بدلونونو تېرېږي، د دې له کبله د دې هېواد پر زیاترو وګړو په پاکستان کې خپل وجود بار شوی دی او همدا لامل دی چې خلک نه پوهېږي چې د اګست ۱۴مه نېټه او د دې خوشالي اصلي ده او که نه دا د قانوني ساعت تېرۍ یوه لار ده او خلک ځکه له دې دولت سره خپل تړاو او مینه ښيي چې که ویې نه ښيي نو د دښمن ټاپه به پر ولګي!!

XS
SM
MD
LG