هارون باچا د پښتو ژبې نومیالی هنرمند او د مشال راډیو کارکوونکی دی. دی هنري خپرونه "هارون باچا هنري ګړۍ" هم جوړوي.
د دې اوونۍ "د مشال مرکه" خپرونې مېلمه د پښتو ډرامو اداکار اسماعيل شاهد دی. نوموړی وايي، خوشاله دی چې لوبولي کردارونه يې په ولس کې مشهور دي. موږ هم هلته له شاهد سره د ده پر ژوند او هنر خبرې کړې دي.
د دې اوونۍ په "هارون باچا هنري ګړۍ" کې مو نومیالۍ سندرغاړې وږمه مېلمنه ده. د پاکستان حکومت نوموړې ته د مارچ پر ۲۳مه د ښې کارکردګۍ لپاره دولتي جايزه ورکړه. وږمه دې انعام ته خوشاله ده او وايي له يوې مودې راهيسې يې حقداره وه.
د دې اوونۍ په "هارون باچا هنري ګړۍ" کې مو نومیالی سندرغاړی حیات افغان مېلمه کړی. دی وايي، څلور میاشتې کېږي چې له کابله پېښور ته کډه شوی او هنري هلو ځلو ته یې دوام ورکړی دی. دی البته وايي چې د پولیسو له وېرې په ازادۍ ولسي پروګرامونو ته نه شي تللای. بشپړه خپرونه واورئ.
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېښور مېشتی هنرمند استاد شوکت پنيال دی. نوموړی د پوکي يوشمېر سازونه، لکه سورنی (سرنا)، شپېلۍ، کلیرېنېټ او سیکسافون غږوي. په خپرونه کې د شوکت پنيال خبرې او نغمې اورېدای شئ.
د دې اوونۍ په "هارون باچا هنري ګړۍ" کې په پېښور کې د "مفکورې" په نوم د يوې ادارې له خوا د سيمې د ځوانانو لپاره د موسيقۍ د زده کړو پر پروګرام غږېدلي يو. دا پروژه د موسيقۍ يو پېښور مېشتی استاد پروفيسر اې ار انور مخ ته وړي. د تل په څېر دا ځل هم په خپرونه کې سندرې اورېدای شئ.
چارواکي د انټرنېټ تړل کېدو له وجې د خلکو مشکلات مني خو وايي، دا کار د سيمې د امنيت د ټينګښت لپاره اړین دی. شنونکي د انټرنېټ بندول د بنيادي بشري حقونو خلاف مل بولي.
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونه مو د نومیالي پښتون ملتپاله سیاستوال، شاعر او ادیب اجمل خټک هنري ژوند ته ځانګړې کړې ده. د خټک ۱۳م تلین د فبرورۍ پر اوومه په اکوړه خټک کې ولمانځل شو. نوموړي د خپلې شاعرۍ له لارې د پښتنو د بیدارۍ هڅه کړې.
اې اېف پي اژانس د خيبر پښتونخوا د پوليسو د يوه لوړپوړي چاوراکي په حواله، چې نوم يې نه دی ښوول شوی، ويلي چې کابل ته تلونکی پاکستانی پلاوی به د افغان طالبانو له مشرتابه سره خبرې کوي. هغه پوليس افسر زياته کړې چې د افغان طالبانو له مشرتابه څخه "د ده مراد د هغوی مشر هبت الله اخوندزاده" دی.
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه نومیالی چترالی سيتار غږوونکی ملنګ زين الله جان دی. نوموړی د چارسدې د عمرزیو دی او له تېرو ۴۵ کلونو راهيسې د پاکستان په سرکاري ټېلېوېژن کې سيتار غږوي. د زين الله جان دا خبرې او ځينې نغمې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
د دې اوونۍ د “هارون باچا هنري ګړۍ” خپرونې مېلمه د پېښور يو پېژندلی رباب غږوونکی ګلاب اپريدی دی. نوموړی د يوې هنري کورنۍ دی، موده وشوه چې رباب غږوي او نورو ځوانانو ته يې هم ور زده کوي. په خپرونه کې د اپرېدي د ژوند او هنر په اړه د ده د خبرو ترڅنګ په رباب غږولې ځينې نغمې يې هم اورېدای شئ.
پر ټولنيزو شبکو خپرې شوې هغې يوې وېډيو ته تند غبرګونونو ښوول شوي چې پکې د صوبې ګورنر او یو وزیر د وسلوالو په برید کې د وژل شوي پولیس افسر جنازې ته د اوږې ورکولو او عکسونو جوړولو په حال کې ښکاري.
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمنه د پېښور يوه سندرغاړې شانزه عليخان ده. نوموړې له ۲۰۱۶ز کال راهيسې سندرې وايي او په خبره يې چې تر اوسه يې پر خپل يوټیوب چېنل شاوخوا ۲۰ سندرې خپرې کړې دي. په خپرونه کې د شانزې عليخان د ژوند او هنر په اړه د دې خبرې او ځينې سندرې يې اورېدای شئ.
د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ خونو یوه غړي فيض محمد خان مشال راډيو ته وويل، د باج غوښتونکو لاسونو ته د پېښور د کاروباريانو او صنعتکارانو د شتمنيو په اړه د معلوماتو لاسو تر ورتللو وروسته دوی د پاکستان نورو برخو ته د کډه کېدو په اړه جدي غور ته اړ شوي دي.
د زیدې تاڼېدار ناظم خان د جنورۍ پر اتمه مشال راډيو ته وويل چې د عبدالواحد يوسفزي په وژنه کې ککړ کسان به ژر ونیسي.
د دې اوونۍ د “هارون باچا هنري ګړۍ” خپرونې مېلمه سندرغاړی جاويد اميرخېل دی. نوموړي په کابل کې ژوند او هنر کاوه، خو تر هغې وروسته چې د افغانستان واکمني د طالبانو لاسو ته ولوېده امرخېل هم د ګڼ شمېر نورو افغان هنرمندانو په څېر له افغانستانه وتلو ته اړ شو.
د دې اوونۍ د “هارون باچا هنري ګړۍ” خپرونې مېلمه د پېښور يو پېژندلی سندرغاړی بهادر زيب دی. نوموړی د مشهور سندرغاړي استاد احمد ګل زوی دی. زيب وايي، دا وخت ۴۲ کلن دی او د اتو کالو وو چې سندره ويل یې پيل کړي دي.
د دې اوونۍ د “هارون باچا هنري ګړۍ” خپرونې مېلمه ځوان او پېژندلی سندغاړی اعجاز افق دی. نوموړی د بلوچستان د کلا سيف الله دی او دا مهال په لاهور کې د هنرونو د زده کړو په مرکز (نيشنل کالج اف ارټس) کې د موسيقۍ ښوونځي زده کوونکی دی.
جنرال کورېلا د ډېسمبر پر ۱۷مه په اسلام اباد د پاکستان انګرېزۍ ژبې اېکسپرېس ټرېبيون ورځپاڼې ته په مرکه کې ویلي، امريکا او پاکستان خپلو متقابلو ګټو ته په پام، په ترهګرۍ ضد مبارزه او د پولو د امنیت ساتلو په چارو کې يو بل ته د همکارۍ لاس ورکولو ته ژمن دي.
د رزړ تحصیل چېرمین غلام حقاني د ډېسېمبر پر ۱۲مه تر احتجاج وروسته له مشال راډیو سره په خبرو کې دعوه وکړه چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوال د ډېسېمبر پر اوومه په پرمولو کلي کې په غلا او تر هغې مخکې د سیمې له خلکو څخه د ټېلېفون له لارې د باج غوښتو او ګواښونو په پېښو کې ککړ دي.
د ډېسېمبر پر پينځمه د اسمبلۍ د غونډې په بحث کې د پيپلز ګوند غړې نګهت یاسمین اورکزۍ وويل چې د ولس د استازو په توګه د اسمبلۍ پر غړيو دا لازمي ده چې حکومت ته ووايي چې د روانې ناامنۍ مخه ونیسي.
نور وښیئ