د لاسرسي ځای

تازه خبر

فنکاران د دوی لپاره د "صحت بيمې" پر حکومتي اعلان څه وايي؟


سندرغاړی رحیم شاه او شهزاد عدیل: انځور پخوانی دی
سندرغاړی رحیم شاه او شهزاد عدیل: انځور پخوانی دی

د پاکستان مرکزي حکومت د نوي مالي کال په بوديجه کې د فنکارانو د “صحت بيمې” پروګرام لپاره یو ارب روپۍ بېلې کړې دي.

حکومت دا بوديجه د جون پر نهمه قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړې وه. پر همدې نېټه د اطلاعاتو مرکزي وزيرې مريم اورنګزېب په اسلام اباد کې يوې خبرې غونډې ته ويلي ول چې حکومت د هېواد د فنکارانو له ستونزو خبر دی او د حل لپاره يې هڅې کوي.

مريم اورنګزېب زياته کړې وه چې تر دې مخکې په پاکستان کې هېڅ يوه وفاقي حکومت د هنرمندانو لپاره د صحت بيمې کوم پروګرام نه دی لرلی.

پښتانه هنرمندان د پېښور رېډیو پاکستان ودانۍ ته ورغلي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:16 0:00

د ټول پاکستان په کچ د ډرامو او فلمونو د اداکارانو د ټولنې (دي ايکټرز کلېکټېف ټرسټ پاکستان) يو فعال غړي‌ او په پېښور کې د پښتو او اردو ډرامو يو پېژندلی اداکار خالد خټک د جون پر ۲۰مه مشال راډيو ته وويل چې حکومت د دوی د صحت مسلو د حل لپاره د ډېرو لږو روپيو اعلان کړی دی او دا چې دا پروګرام به هېڅ ګټه و نه کړي.

هغوی وویل: "حکومت به وايي چې پيسې کمې او فنکاران زيات دي نو دا مرستې تر ۶۰ کلونو زيات عمر لرونکو ارټسټانو ته بايد ورکړل شي. دا يې هسې ګپ لګولی دی. زه د خپلې ۳۰ کلنې کاري تجربې په بنياد وايم چې د پاکستان هېڅ يو حکومت زموږ هنر ته درانه نه دي کتلي."

پېښور کې له هنرمندانو او نرښځيانو سره د خوراکي توکو مرسته شوې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:09 0:00

خو له بلوچستانه د ډرامو او فلمونو يو نوميالی اداکار ايوب کوسه خوښ دی چې د صحت په برخه کې حکومتي مرستې به د پاکستان د فنکارانو، په تېره د خيبر پښتونخوا او بلوچستان د هغو ژوند يو څه اسانه کړي.

هغوی مشال راډیو ته وویل: "زه پوهېږم چې تر کورونا وبا وروسته د بلوچستان او خيبر پښتونخوا ډېری فنکاران بېروزګاره شوي دي. دوی ته په راډيو، ټېلېويژن او نه هم فلم کې کار ورکول کېږي. د خوشالۍ ځای دی چې حکومت د فنکارانو د صحت مسلې درک کړې او د هغو د حل لپاره يې اقدام وکړ."

د خيبر پښتونخوا حکومت د ۲۰۱۶ او ۱۷ په کلنۍ بوديجه کې د دې صوبې داړمنو هنرمندانو لپاره د مالي مرستو يو پروګرام منظور کړی وو. هغه پروګرام چې يو څه موده وروسته وتړل شو، هر يو حاجتمند هنرمند ته به په ترڅ کې د مياشتې ۳۰۰۰۰ روپۍ ورکول کېدې.

په خيبر پښتونخوا کې د سندرغاړو د يوې اتحاديې “هنري ټولنې” جنرل سېکرټري، سندرغاړي فضل وهاب درد مشال راډيو ته وويل، ښه به وي که حکومت د يوه ځانګړي فنډ له لارې د صوبې له هنرمندانو سره د مرستو لړۍ جاري وساتي.

هغه وايي: "تېر کال هم اوازې وې چې پيسې راغلې دي، خو څه پته يې و نه لګېده. اوس هم د هنرمندانو د صحت انشورنس خبرې کېږي. حکومت ته مو وړانديز دی چې له هنرمندانو سره د مرستو لپاره يو خاص فنډ جوړ کړي. که حکومت دا کار په ايماندارۍ سره وکړي نو له صحت سره سره د هنرمندانو يوشمېر نورې مسلې به هم حل شي. ژر ده چې زموږ ټولنه د صحت انشورنس په تړاو د خبرو لپاره يوه غونډه راوبلي."

د خيبر پښتونخوا په حکومت کې د “کلتور او سېلګرۍ اتارټي” په نوم ادارې يو چارواکي همايون خان د جون پر ۲۰مه مشال راډيو ته وويل چې مرکزي حکومت د هنرمندانو لپاره د هيلت انشورنس پالېسۍ په اړه تر اوسه د دوی له دفتر سره هېڅ رابطه نه ده کړې.

نوموړی، چې خپله هم پېژندلی سندرغاړی دی، وايي دفتر يې د صوبې له اړمنو هنرمندانو سره د مرستو يو ځانګړي پروګرام جوړ کړی دی، خو زياته يې کړه چې په صوبه کې نوي مستقل حکومت جوړېدو ته انتظار دی چې هغه يې منظور او دوی يې عملي کړي.

XS
SM
MD
LG