د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حماس او اسراييلي ځواکونو په جنګ کې ۳ فلسطيني خبریالان وژل شوي دي


پر غزې د اسراييليو الوتکو بمباري ــ انځور له ارشيفه
پر غزې د اسراييليو الوتکو بمباري ــ انځور له ارشيفه

د خبریالانو د خونديتوب لپاره کار کوونکې نړیواله اداره (سي پي جې) وايي د اسراييليو ځواکونو او حماس وسلوالې ډلې ترمينځ په روانه جګړه کې درې فلسطیني خبریالان وژل شوي او دوه نور لادرکه دي.

دې ادارې د اکتوبر پر ۱۰مه په يوه خبرپاڼه او پر اېکس (پخواني ټويټر) خپاره کړي بیان کې ويلي چې یو فلسطینی خبریال زخمي شوي هم دی. په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې دغو خبریالانو له بېلابېلو رسنيوو سره کار کاوه او د کومې ډلې پلويان نه ول.

د خبريالانو د خونديتوب ادارې پرون (د اکتوبر پر نهمه) د اسراييلو او حماس ترمينځ جګړه کې د خبریالانو د لادرکۍ په اړه اندېښنه ښولې وه.

د منځني ختيځ او شمالي افريقا لپاره د سي پي جې پروګرام کوارډينېټر شريف منصور په بيان کې ويلي، د جګړې ښکېلې خواوې بايد په ياد وساتي چې خبريالان ملکي وګړي وي او هېڅکله باید په نښه نشي.

نوموړي زياته کړې، له غزې او اسراييله نړۍ ته پر وخت او کره معلومات ورکول د خبريالانو دنده ده او هغوی بايد دې کار ته پرېښودل شي.

پر اسراييلو د فلسطين وسلوالې ډلې حماس د اکتوبر پر اوومې تر حملو وروسته اسراييلو د حماس خلاف جنګ اعلان کړی دی. د رپورټونو ترمخه، د تېرو دریو ورځو په جګړه کې شاوخوا ۱،۶۰۰ کسان وژل شوي دي.

اسراييل ويلي چې د هېواد په جنوب کې یې د خپلو هغو ځينو سيمو کنټرول بیا تر لاسه کړی چې د حماس وسلوال ورننوتلي او نيولې يې وې. د اکتوبر پر ۱۰مه د اسراييلو دفاع وزارت په يو بیان کې ادعا وکړه چې په هغو سیمو کې یې د حماس د ۱،۵۰۰ وسلوالو مړي موندلي دي.

په همدې حال کې د اسراييلو حکومت په بېلابېلو بیانونو کې زیاته کړه چې د فلسطين پر غزې تړانګې یې بمباريوو ته دوام ورکړی دی. هلته د حماس وسلوالې ډلې مرکزونه دي. په هغو بمباريو کې ګڼې ودانۍ په نښه شوې دي. اسرایيلي ځواکونو پر غزې خوراکي مواد، اوبه او د سون توکي بند کړي دي.

تر اوسه په اسراييلو کې د ۹۰۰ کسانو د وژل کېدو راپور ورکړل شوی دی. په هغوی کې ۲۶۰ هغه کسان هم شامل دي چې د حماس وسلوالو د اسراييلو خاورې ته د ننوتلو پر وخت د موسيقۍ په يوه مېله کې ووژل. حماس وايي ۱۳۰ اسرايليان یې يرغمل نيولي چې امنيتي چارواکي هم پکې شامل دي. دې ډلې خبرداری ورکړی چې که اسرايیل پر ملکیانو بریدونو ته دوام ورکړي، یرغمل شوي اسراییليان به ووژني.

د امريکا بهرنيو چارو وزارت د اکتوبر پر نهمه وويل چې لږ تر لږه ۹ امريکايي وګړي په دې نښتو کې وژل شوي دي. په همدې حال کې هنګري ۳۲۵ بهرنيان د جګړو له سيمو ایستلي دي. په هغوی کې د اسراييلو، سويډن، اسټريا، جرمني او برتانيې وګړي شامل دي. تر دې مخکې رومانيا ويلي وو چې په دوو الوتکو کې یې خپل ۲۴۵ وګړي خېل هېواد ته ليږدولي دي.

ملګرو ملتونو او عرب هېوادونو د سفارتي حل لپاره پر هڅو ټينګار کړی دی. خو د اسراييلو وزيراعظم بينيامين نتنياهو ويلي چې د حماس د بې ساري حملو سخت ځواب ورکول به یې دوام لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG