د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان هوايي‌ ډګرونو ته د منکيپاکس وايرس مخنيوي لپاره د بیداره اوسېدو ويل شوي


د کراچۍ جناح نويوال هوايي‌ ډګر - انځور له ارشيفه
د کراچۍ جناح نويوال هوايي‌ ډګر - انځور له ارشيفه

د پاکستان حکومت په هغه هېواد کې د منکيپاکس ناروغۍ د دوو پېښو تر ثبت وروسته ټولو هوايي ميدانونو ته خبرداری ورکړی دی.

د پاکستان سرکاري خبري اژانس د اپريل پر ۲۵مه، د روغتيا وزارت د چارواکو له خلې وويل چې په هغه هېواد کې په انسانانو کې په لومړي ځل منکيپاکس وايرس په هغه کس کې تثبیت شو چې له سعودي عرب څخه شړل شوی وو.

د راپور تر مخه، دغه تن د راولپېنډۍ اوسېدونکی دی او پر هوايي‌ ميدان پکې چارواکو تر نښو ليدلو وروسته د پاکستان د روغتيا ملي ادارې ته لېږلی وو. هغه تر درملنې لاندې دی خو ځينو پاکستانيو رسنيو ليکلي‌چې تر دې وروسته په يو بل تن کې هم د منکيپاکس وایرس تصدیق شوی دی.

له همدې امله، روغتيا وزارت د پاکستان ټولو هوايي ډګرونو ته د بیداره اوسېدو او له ځينو هېوادونو څخه د ورتلونکو کسانو د وينې نمونې اخیستو ويلي دي. دا نمونې په لابراتوارونو کې د منکيپاکس وايرس موندلو لپاره کتل کXږي.

د روغتیا نړيوالې ادارې (ډبلیو ايچ او) ترمخه منکيپاکس وايرس له څارويوو انسانانو او د انسانانو ترمينځ یو بل ته انتقاليږي. نښې یې د پوستکي پړسېدل، تبه، سردردی، د ملا درد، پر پوستکي دانې راختل او ستړيا دي. د دې وایرس مخنیوی په واکسينو ممکن دی.

په نړۍ کې د واکسينو اونۍ لمانځنه

د روغتيا نړيوال سازمان (ډبليو اېچ او) پر خپله ووبپاڼه ليکلي، د واکسينو د اوونۍ لمانځلو هدف يې ماشومان له هغو ناروغيو ژغورل دي چې د واکسينو له لارې ترې حفاظت ممکن دی. سازمان وايي، دا مهال د نړۍ ميليونونه ماشومان له ضروري واکسينو بې برخې دي او هغوی ته د رسېدګۍ لپاره د هېوادونو د بنيادي روغتيايي خدماتو نظامونه بايد پياوړي شي.

د پاکستان حکومت هم د اپرېل له ۲۴مې تر ۳۰مې پورې د واکسينو اوونۍ لمانځي. پاکستانيو رسنيو د صحت د مرکزي وزير عبدالقادر پټېل په حواله ويلي چې حکومت يې ژمن دی چې د ماشومانو د واکسينولو او د هغوی د راجسټرولو چارو کچ ۱۰۰ فيصده ته ورسوي.

دا چې د خيبر پښتونحوا د روغتيا څانګې د واکسينو اوونۍ لمانځلو لپاره کوم ځانګړي پروګرامونه په پام کې نيولي دي او که نه؟ د دې پوښتنې د ځواب لپاره مو د اپرېل پر ۲۵مه د صوبې د واکسينو پروګرام (اي پي ای) مشر، ډاکټر عارف خان ته څو وارې ټېلېفون وکړ خو په خبرو ورسره و نه توانېدو.

البته د پېښور ضلعې لپاره د اي پي ای کوارډينېټر، ډاکټر محمد عارف پر هم ياده نېټه مشال راډيو ته وويل چې دوی به روانه اوونۍ د عامه پوهاوي خپلې هڅې لاپسې تېزې کړي. نوموړي اندېښنه وښووله چې د خيبر پښتونخوا په ځينو برخو کې د ماشومانود شري ناروغي خپره شوې او دا چې هغوی بايد هرو مرو واکسين شي، "کوښښ مو روان دی چې د ضلعې زيات شمېر خلکو ته پيغام ورسوو چې خپل ماشومان واکسين کړي. د واکسينو پر مرکزونو مو بينرونه لګولي دي. په ټول پېښور کې مو د واکسيناټرانو ۲۲۷ ډلې خپرې کړي چې له خلکو سره وويني او د ماشومانو د صحت په اړه هغوی ته معلومات ورکړي."

د چارسدې لپاره د اي پي ای کوارډينېټر ډاکټر فرهاد خان هم مشال راډيو ته د واکسينو اوونۍ لپاره د خپلو تياريو په اړه معلومات ورکړل. نوموړي وويل، دوی د ضلعې په هر يونين کونسل کې له واکسينو څخه د پاتې ماشومانو د واکسينولو پلان جوړ کړی دی، "زموږ هدف څه د پاسه درې لاکه ماشومانو واکسينول دي. دا ټيکې له ۱۲ ناروغيو څخه د ماشومانو د حفاظت لپاره دي. په دې کې ټي بي، هيپټايتس يا زېړی، ټېټنس، شری، نمونيا او داسې نورې ناروغۍ شاملې دي. په بشپړه توګه واکسين شوی يو ماشوم تقريباً ۹۰ سلنه له دې ناورغيو محفوظ شي." هغه زياته کړه چې که يو ماشوم له واکسينه پاتې وي نو پکار ده چې "مور او پلار يې په خپله نېږدې روغتون ته بوځي او يا موږ خبر کړي چې خپل واکسيناتور ورولېږو".

خو په تور غر ضلع کې د واکسينو پروګرام يو مسوول بخت زاده وايي چې هلته ځينې خلک خپل ماشومان واکسينو اخيستلو ته نه حاضروي. نوموړی زياتوي چې د دې مسلې د حل لپاره د سيمې د ملا امامانو او د بلدياتي حکومتونو د منتخب استازو مرستې ترلاسه کوي.

نوموړی وايي: "د خناق يا کالي کانسي له واکسين وروسته د يو ماشوم تبه کېږي او ځکه نو تقريباً پينځه فيصده خلک وېرېږي او خپل ماشومان له واکسينو پټوي. زموږ بله ستونزه دا ده چې ښځې واکسيناتورې نه لرو. سړي مو د خلکو حجرو ته ځي او ماشومانو ته واکسينونه لګوي. په تور غر کې کورونه هم له يوه بله ليرې پراته دي. د ځينو کليو لارې کچه دي او رسېدګي ورته ګرانه ده."

د روغتيا نړيوال سازمان د اسلام اباد دفتر پر ووبپاڼه ليکل شوي چې د پاکستان د تېر اوړي بارانونو او سېلابونو د دې هېواد ګڼ خلک بېکوره او په عارضي کېمپونو کې ژوند کولو ته اړ کړل. د سازمان په خبره، دې کار خلکو ته روغتيايي ستونزې جوړې کړې، په تېره ماشومان يې د شري او يوشمېر نورو ناروغيو ښکار کړل.

تېر کال هم د ډبليو اېچ او په مرسته د پاکستان په ۳۸ سېلاب ځپلو ضلعو کې له شپږو مياشتو نه تر د پينځه کاله عمر لرونکو ۱۸ لاکه ماشومانو ته د واکسينو لګولو يو کمپاين شوی وو. خو دا اداره زياتوي چې په پاکستان کې اوس هم شپږ لاکه ماشومانو د هېڅ يوې ناروغۍ واکسين نه دي اخيستي.

XS
SM
MD
LG