د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلام اباد پولیس وايي ۱۷۵ مشکوک کسان یې نيولي دي


په اسلام اباد کې پولیس سرتيري - انځور له ارشيفه
په اسلام اباد کې پولیس سرتيري - انځور له ارشيفه

د اسلام اباد پوليس وايي چې د لټون په عملياتو کې یې د ښار له بېلابېلو سیمو ۱۷۵ مشکوک کسان نيولي دي.

د پاکستان پلازمېنې پولیسو د جون پر څلورمه په يو بیان کې وويل چې د عملياتو په وخت یې ۳۰۰ کورونه تالاشي کړل. د دې عملياتو مقصد د امنيت ټينګ ساتل ښوول شوی خو پولیسو نه ده واضحه کړې چې په نيول شويو کسانو د کوم جرم شک دی.

پولیسو البته ويلي‌چې په بري امام سيمه کې ۱۰ مشکوک کسان د نورو پلټنو لپاره تاڼو ته ويوړل شو. که څه هم پولیسو نه دي ويلي چې نيول شوي کسان د کوم ملک دي خو زیاته کړې یې ده چې که شناخت یې ونه شي نو هغوی سره به د بهرنيوو وګړو د قانون لاندې چلند کيږي. پوليس وايي د لټون په عملياتو کې ۱۸۲ نارينه او ښځينه اهلکارانو ګډون درلود.

په همدې حال کېاسلام اباد مېشته ځينو افغانانو مشال راډيو ته ويلي چې په بري امام، بارا کوه او ځينو نورو سيمو کې ګڼ افغانان د اسنادو نه درلودو په تور نيول شوي دي. یو افغان کډوال یوسف نجیب د جون پر څلورمه، مشال راډيو ته وويل: "موږ پرون په بارا کوه سیمه کې ولیدل چې پولیسو له همدې ځایه په پيک اپ موټرو کې ۵، ۶ تنه پورته کړل. د اکبر نیازي روغتون سیمه کې یې هم خوا او شا ۲۵ کسان ونيول."

د اسلا‌م‌اباد د سبزي منډيي له سیمې یو بل افغان محمد صادق وايي چې پولیسو هلته هم یو شمېر افغانان نیولي دي. هغه وویل: "درې ورځې کېږي چې دلته عملیات کوي او افغانان نیسي خو پاکستانیانو سره کار نه‌لري. یوازې افغان وړي او زندان ته یې اچوي."

په دې وروستيوو کې د افغانانو د نيول کېدو ډير خبرونه له سيند صوبې راځي. هلته چارواکو په جار ويلي چې هر هغه بهرنی وګړی به نیسي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري. خو د نيول شويو افغانانو وکيله، منېزه کاکړ مشال راډيو ته ويلي چې ځيني وخت د قانوني اسنادو په درلودو سربیره هم، افغانان نیول کيږي چې له بشري حقونو سرغړاوی دی.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وياند، ذبیح الله مجاهد د جون پر څلورمه مشال راډيو ته وويل چې له دې ګرفتاريوو خبر دی. هغه زیاته کړه چې په دې اړه یې خپل شکايت له پاکستاني چارواکو سره شريک کړی او د نيولو شويو افغانانو د خوشې کولو غوښتنه یې کړې ده.

په پاکستان کې مخکې هم افغان کډوال اوسېدل، خو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر نيولو وروسته، دغه ګاونډي هېواد ته د افغانانو ورتګ زیات شوی. په دوی کې ځيني یې د روزګار او تعليم لپاره او ځيني یې بهرنیو هېوادونو ته د خپلې کډوالۍ د کېسونو د بشپړول لپاره پاکستان ته ورغلي دي.

د جون پر څلورمه، د اسلام اباد پولیسو د نويو ګرفتاريوو خبر په داسې حال کې ورکړی چې په دغه ښار کې د مې له نهمې وروسته د مشکوکو کسانو د نيول کېدو لړۍ تېزه شوې ده. پر دغه ورځ د تحريک انصاف مشر او پخوانی وزیراعظم عمران خان د رینجرز ځواکونو لخوا د درغليوو په يوه قضيه کې ونیول شو. د نوموړي پلويانو په اسلام اباد، پنجاب، کراچۍ او خیبرپښتونخوا کې مظاهرې وکړي. په دې مظاهرو کې پوځي او سرکاري ودانيوو ته زیان ورسېد.

حکومتي چارواکو وويل چې په ويجاړيوو کې ښکېلو کسانو سره به رعايت نه کيږي. عمران خان سوله ییزې مظاهرې د خپل ګوند حق بللی او ادعا یې کړې ده چې د مظاهرو په وخت ويجاړی د تحريک انصاف غړو نه بلکې د استخباراتي ادارو کسانو اړولی وو.

XS
SM
MD
LG