نیاز علي په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال دی او هلته د سیند پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو د خبریالۍ ترڅنګ د پښتنو پر ژوند او ستونزو هم راپورونه او خپرونې جوړوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د سېند صوبې ویاند رویدالله د فبرورۍ پر څلورمه نېټه مشال راډیو ته وویل، په دې پرلت کې به د ملک د نورو برخو نه هم د هغوی ملګري او پخپله د پي ټي اېم مشر منظور پښتین هم ګډون کوي
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتين پر قافلې د ډزو او د غورځنګ د يو مخکښ نور باچا د ژوبلېدو د پېښې پرضد په کراچۍ کې مظاهره شوې ده. د فبرورۍ پر درېيمه شوې دې مظاهره کې د غورځنګ غړو د پېښې د عاملينو پرضد د کوټلي اقدام غوښتنه کوله.
په پاکستان کې د بې درکه کسانو د قضیو څېړلو کمېشن او د متحده عربي اماراتو حکومت د بلوڅ د ورکېدو موضوع په اړه هېڅ نه دي ویلي خو د پاکستان پوځ په بیا بیا د خلکو د جبري بې درکیو تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې پوځ د خلکو په ورکېدو کې هېڅ لاس نه لري.
پر انوار په جعلي نښتو کې د جنوبي وزیرستان د یوه ځوان نقیب الله مسید په ګډون د لسګونه کسانو د وژنې تورونه دي چې هغه یې ردوي.
د علي وزير وکيل قادر خان وکيل مشال راډیو ته وویل چې عدالت يوځل بیا خپله فيصله وا نوروله او بله نېټه یې د فېبروۍ دویمه وټاکله.
د علي وزیر وکیل قادر خان مشال راډیو ته وویل، د مقدمې د اورېدنې پر مهال د پولیسو دوه سرتیري هم د ګواهۍ په توګه عدالت ته حاضر شول او خپل بیانونه یې رېکارډ کړل.
په پاکتسان کې د زراعتي سرې د کموالی پرضد پاکستان پيلپلز پارټې د جنورۍ پر ۲۴مه د سېند په ځینې ښارونو کې لاريون او احتجاجونه وکړل. د پاکستان تحريک د وفاقي حکومت وزيرانو څو څو وارې وويلي دي چې د ګېس د کمې يوه وجه د سرې کاچاک دې او بله د ګېس کمې دې. پاکستان پيپلز پارټۍ د فېبرورې پر ۲۷مه اسلام اباد ته د
د سېند په ترپارکر دښته کې د جنورۍ پر ۱۶مه د ګاډو ځغاستې سیالي وشوه چې پکې تر ۱۰۰ زیاتو ګاډو برخه اخېستې وه. نور حال د نیاز علي په ویډیويي راپور کې
د سيند صوبې په ترپارکر کې د اوښانو د ځغل مېله شوې چې د صوبې له بېلابېلو سيمو ورته خلکو اوښان وروستي وو. اوښانو د ځغل تر څنګ د ښايست په سیالۍ کې هم ګډون وکړ. ځايي خلک وايي دا قسم مېلې د سيند صوبې د لرغوني کلتور په اړه عامه پوهاوی زیاتوي نو ځکه بايد حکومت ورته خاص پام وکړي. د نياز علي ويډيو وګورئ.
په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت د ۲۰۲۱ کال د ډېسېمبر پر ۲۸مه، د علي وزیر د ضمانت په خواست پرېکړه د جنورۍ تر ۱۵مې نېټې پورې ځنډولې وه. خو د علي وزیر وکیل قادرخان ایډوکیټ د جنورۍ پر ۱۵مه، مشال راډیو ته وویل چې د پرېکړې اورول د جج د ناروغۍ له کبله ځنډېدلي دي.
پاکستان هندو کونسل د جنورۍ پر نهمه په کراچۍ کې د لسګونه هندوانو ودونه کړي دي. یاد سازمان هر کال د بېوزله هندوانو واده کوي او ورته د کور شیان ورکوي. په هندو دین کې واده فرض دی خو په پاکستان کې مېشت هندوان د بېوزلۍ له وجې د خپلو بچیو په ودونو کې له مشکلاتو سره مخامخېږي. ویډیويي رپورټ.
د کراچۍ پولیسو تېره ورځ ویلي وو چې اسد خان د مخدره موادو په یوه قضیه کې نیول شوی دی. د کراچۍ دختیځې ضلعې د پوليسو یو مشر اېس اېس پي قمر رضا جسکاني د جنورۍ پر اوومه مشال راډیو ته وویل، نوموړی د ۲۰۱۸ز کال په يوه پخوانۍ مقدمه کې نیول شوی دی او پولیسو ترې ۱۲۰ ګرامه چرس ترلاسه کړي دي.
د کراچۍ پوليسو د ختځې ضلعې ايس ايس پي قمر رضا جسکاني د جنورۍ پر درېمه مشال راډيو ته وويل چې دا مقدمه دپښتون ژغورنې غورځنګ د کراچۍ مشر نورا لله ترين ،ګیله من وزیر او ۲۰ نورو کسانو پرضد درج شوې ده.
پښتون ژغورنې غورځنګ خبرداری ورکړی دی چې که د تحریک د یوه مخکښ او د پارلېمان غړي علي وزیر په ګډون یې نور ګرفتاره ملګري او پلویان خوشې نه شول نو د اسلام اباد پر لوري به لاریون وکړي. د غورځنګ مشر منظور پښتین د جنورۍ پر دویمه په کراچۍ کې احتجاجي جلسې ته په وینا کې وویل، پر ګرفتاریو او مقدمو سربېره به
د پاکستان حکومت تر اوسه د پښتین د خبرو په اړه څه غبرګون نه دی ښوولی خو پخوا یې په بيا بيا ويلي چې د ټولو وسله والو پر ضد بې توپيره عمليات کوي.
د نوي کال پر لومړۍ ورځ د ورکو بلوڅانو موندلو لپاره د هڅو کوونکي سازمان (وایس فار بلوچ مېسېنګ پرسنز) لسګونه پلویانو او د ورکو خلکو د کورنیو غړو د کراچۍ د خبریالانو مرکز مخې ته مظاهره وکړه. دوی له حکومته غوښتنه وکړه چې ورک کسان دې پیدا کړي او عدالتونو ته دې یې وړاندې کړي. په پاکستان کې د ورکو کسانو
د علي وزير وکيل قادر خان وکيل له عدالتي اورېدنې وروسته مشال راډیو ته وویل چې عدالت خپله فيصله محفوظه کړې او د جنورۍ پر ۱۵ مه به يې اوروي.
بلاول بوټو زرداري دا څرګندونې د ډېسمبر پر ۲۷مه د خپلې مور او پخوانۍ وزیراعظمې بېنظیر بوټو د ۱۴م تلین غونډې ته په ویاړ جوړې شوې غونډې ته په وینا کې کړې دي.
شيخ رشيد د دیسمبر په ۲۶مه په کراچۍ کې خبریالانو ته وويل چې د دې تار په لګولو یې پوځ ډيره قرباني ورکړې ده. "غواړو چې دا اغزن تار د طالبانو سره په شريکه ولګوو. پر
عدالت همداراز وویل چې ارزو فاطمه به اجازه نه لري چې له سید علي اظهر وویني. تر دې مخکې اظهر په عدالت کې دعوه کړې وه چې د هغې مېړه دی.
نور وښیئ