د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ پوليسو د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړو د بغاوت مقدمه درج کړې


د سهراب ګوټ پوليس وايي، په مقدمه کې د تورونو کسانو نيولو هيڅې کوي خو تر اوسه يې په دې مقدمه کې څوک نه دي نيولي. 
د سهراب ګوټ پوليس وايي، په مقدمه کې د تورونو کسانو نيولو هيڅې کوي خو تر اوسه يې په دې مقدمه کې څوک نه دي نيولي. 

د کراچۍ پوليسو د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا د جنورۍ پر دویمه هلته تر جلسه وروسته د دې تحریک د غړو پرضد د بغاوت مقدمه درج کړې ده.

د کراچۍ پوليسو د ختځې ضلعې ايس ايس پي قمر رضا جسکاني د جنورۍ پر درېمه مشال راډيو ته وويل چې دا مقدمه دپښتون ژغورنې غورځنګ د کراچۍ مشر نورا لله ترين ،ګیله من وزیر او ۲۰ نورو کسانو پرضد درج شوې ده.

ده وویل چې دا مقدمه د جنورۍ پر دویمه د کراچۍ په سهراب ګوټ تاڼه کې درج شوې ده چې پکې پر دوي د بغاوت ،درياست خلاف وينا ، د رياست خلاف د خلکو پارولو او د ملک خلاف سازش کول او نورې مادې لګول شوې دي.

د سهراب ګوټ پوليس وايي، په مقدمه کې د تورونو کسانو نيولو هيڅې کوي خو تر اوسه يې په دې مقدمه کې څوک نه دي نيولي.

په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ویاند رويد الله مشال راډيو ته وویل چې دوي کله هم په کراچۍ کې پرامنه احتجاج کړی نو د رياست لخوا د دوي پرضد هم دا ډول مقدمې درج شوې دی.

ده وویل، "په کراچۍ کې پښتانه ځوانان په جعلي پوليس مقابلو او پيښو کې وژل کيږي۔او بيا د هغي مقدمې نه درج کيږي ۔خو بلخوا دپاکستان تر ائين لاندې موږ دا حق لرو چې پرامنه احتجاج او خپلې غوښتنې وړاندي کړو."

رویدالله زیاته کړه چې د علي وزير تر څنګ د پښتون ژغورنې غورځنګ نور یو شمېر غړي په داسې جعلي مقدمو کې بندیان دي.

خو د کراچۍ پولیسو ایس ایس پي رضا جسکاني زياته کړه چې پښتون ژغورنې غورځنګ د حکومت له اجازې پرته د کراچۍ په سهراب ګوټ کې د جنورۍ پر دویمه جلسه کړې وه.

د ده په وینا، دوی په دې جلسه کې هڅه کوله چې خلک د رياست پرضد راوپاروي او په وينا ګانو کې یې د پاکستان خلاف خبرې وکړې او په جلسه کې د افغانستان بېرغ پورته کړل شو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د کراچۍ مشر نور الله ترين د دې مقدمې په اړه د جنورۍ پر دریمه مشال راډیو ته وویل چې "دا یو جعلي او د دروغو مقدمه ده."

ده زیاته کړه، "پر موږ له دې وړاندې هم دا ډول مقدمې جوړې شوې دي ۔رياست بايد زموږ غوښتنې واوري، خو رياست او رياستي ادارې زموږ پرضد مقدمې درجوي خو موږ به خپله مبارزه جاري ساتو."

پښتون ژغورنې غورځنګ کراچۍ کې احتجاجي جلسه کړې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:55 0:00

دا له هغه وروسته ده چې پښتون ژغورنې غورځنګ د جنورۍ پر دویمه د کراچۍ په سهراب ګوټ کې د دې لپاره جلسه وکړه چې د خپلو بندي ملګرو خوشي کولو لپاره غږ پورته کړي.

دا وخت د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د جنوبي وزیرستان پارلماني استازی علي وزیر، حنیف پښتین، اووېس ابدال او یو شمېر نور غړي په بېلا بېلو مقدمو کې بندیان دي.

د کراچۍ جلسې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په خپله وينا کې وویل چې د علي ‌وزیر تر څنګ دې اویس ابدال، حنيف پښتين او د بشري حقونو نور ټول فعالان بې له ځنډه خوشې شي.

هغه د سيند صوبې پر حکومت غږ وکړ چې پر علي‌ وزیر او نورو پښتنو درج شوې مقدمې دې واپس واخلي.

منظور پښتین وويل چې د پاکستان ریاست دې د وسله والو پرضد د بې توپيره کار، د پښتنو بنديانو خوشې کولو او نورې غوښتنې ومني.

ده وویل، اوس هم وخت شته دی "هسې نه چې سبا اوبه له سره تېرې وي." خو نوموړي د خپل دغه خبرداري وضاحت ورنکړ.

د پاکستان حکومت تر اوسه د پښتین د خبرو په اړه څه غبرګون نه دی ښوولی خو پخوا یې په بيا بيا ويلي چې د ټولو وسله والو پر ضد بې توپيره عمليات کوي.

XS
SM
MD
LG