د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلاول بوټو: اوسني حکومت ترهګرو ته سر ټیټ کړی دی


د بېنظیر بوټو د تلین لمانځلو لپاره د ملک په یو شمېر ښارونو کې غونډې وشوې خو لویه او مرکزي جلسه د سیند په ګړي خدابخش کې وشوه. 
د بېنظیر بوټو د تلین لمانځلو لپاره د ملک په یو شمېر ښارونو کې غونډې وشوې خو لویه او مرکزي جلسه د سیند په ګړي خدابخش کې وشوه. 

د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ویلي چې د دوی ګوند په ملک کې امن راوستی وو او اوسني حکومت ترهګرو ته سر ټیټ کړی دی.

بلاول بوټو زرداري دا څرګندونې د ډېسمبر پر ۲۷مه د خپلې مور او پخوانۍ وزیراعظمې بېنظیر بوټو د ۱۴م تلین غونډې ته په ویاړ جوړې شوې غونډې ته په وینا کې کړې دي.

د بېنظیر بوټو د تلین لمانځلو لپاره د ملک په یو شمېر ښارونو کې غونډې وشوې خو لویه او مرکزي جلسه د سیند په ګړي خدابخش کې وشوه.

دې جلسې ته د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو تر څنګ د هغه پلار او د پاکستان پخواني ولسمشر اصف علي زرداري او یو شمېر نورو مهمو سیاستوالو ویناوې وکړې.

بلاول بوټو په خپله وينا کې پر حکومت سختې نيوکې وکړې او هغه یې د ده په وینا ترهګرو ته په سر ټیټولو تورن کړ.

بلاول بوټو وویل، چې له ۲۰۰۸م څخه تر ۱۳م کاله د دوی حکومت په سوات او وزيرستان کې امن راوستی وو خو د ده په وینا، اوسنی حکومت له لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحريک طالبان پاکستان سره پټې خبرې اترې پيل کړې دي.

ده وویل، "زموږ د شهیدانو په وینه سوداګانۍ کيږي، نن زموږ د اې پي ايس د ماشومانو په وينو تجارت کيږي، زموږ د افسرانو او پوليس سپاهیانو په وينو سوداګانۍ کيږي."

ده زیاته کړه چې د پاکستان ولسمشر او وزیراعظم د دې ترهګرو پر وړاندې سر ټیټ کړی او له هغوی څخه د جوړ جاړي غوښتنه کوي.

بلاول بوټو زرداري د ملک پر سیاسي حالاتو هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې نن په پاکستان کې تش په نامه جمهوريت دى.

ده زیاته کړه، "د وينا ازادي نشته ،د ژوند کولو ازادي ،د ساه اخيستلو ازادي نشته، او غريب ولس بې وسه دى، پر جمهوريت برید شوی، جمهوريت ته زيان رسول شوی او د خلکو ووټ لوټ شوی دی."

بلاول بټو زرداري دا ګنګوسې هم رد کړې چې ګواکې دوی د پاکستان له اسټبلشمنټ سره جوړ جاړی کړی دی.

ده وویل چې ګوند یې داسې جوړجاړي‌ ته اړتیا نه لري او د حکومت پرضد د خلکو تر څنګ ولاړ وي.

ده وویل، "پر ۵ مه جنورۍ د ذوالفقار علي بوټو د زوکړې ورځ هم ده، د پیپلز ګوند د مرکزي ايګزيکټيو کمېټۍ غونډه به هم په دې ورځ په لاهور کې کېږي،موږ به له هغه ښاره د حکومت پرضد تحریک پیلوو چې د پیپلز ګوند بنسټ ایښودل شوی وو."

د بېنظیر بوټو دې تلین غونډې ته د هغې خاوند او د پاکستان پخواني ولسمشر اصف علي زرداري په وینا کې وویل چې له بېنظیر بوټو سره کړې ژمنه پوره کوي.

ده وویل چې پيپلز ګوند د خلکو خدمت کړى دى او د ده په وینا، بلاول بوټو به د غريبو خلکو تقدير بدل کړي.

اصف علي زرداري وویل، "موږ يو مالدار هېواد يو، خو مسله د دوی د دماغو ده، که عقل ولري، نو پاکستان ډېر امير هېواد دی، د پاکستان د خلکو تقدير بدلیدای شي."

بلاول بوټو زياته کړه چې نن په هيواد کې خلک د ګرانۍ په طوفان کې ډوب دي او د دې تر څنګ بېکاري او بېوزلي تاريخي کچې ته رسېدلې دي.

د پيپلز ګوند مخکښ او پخواني وزير اعظم راجه پرويز اشرف ،د سيند وزير اعلا مراد علي او یو شمېر نورو غړو هم پدې غونډه کې ګډون ویناګانې وکړې.

خو بلخوا د پاکستان تحريک انصاف د سمندري چارو مرکزي وزير علي زیدي ویلي، هغه څوک چې د ملک د تقدیر د بدلولو دعوې کوي اول دې د سيند خلکو قسمت بدل کړي چرته چې دوی له ۳۰ کالو راهيسي په واک کې دي.

علي زېدي د پیپلز ګوند په ګډون د حکومت مخالفو ګوندونو ته په اشاره ویلي چې دا ګوندونه نن د عمران خان او تحریک انصاف له مقبوليته په وېره کې دي.

پیپلز ګوند په داسې وخت کې د خپلې وژل شوې مشرې او پخوانۍ وزیر اعظمې بېنظیر بوټو تلین په داسې وخت کې لمانځي چې په ملک کې د حکومت مخالفو ګوندونو اتحاد پاکستان جمهوري تحریک له خوا د حکومت ضد هلې ځلې روانې دي.

بېنظير بټو چې د ۲۰۰۷م کال د دسمبر پر ۲۷مه د راولپنډۍ په لیاقت باغ کې تر جلسې وروسته په یو ځانمرګي برید او ډزو کې وژل شوې وه. تحريک طالبان پاکستان د دې حملې ذمه واري منلې وه.

XS
SM
MD
LG